چې شفق ووينمه نوم د جانان  خولې ته راشي .
د زړه زندان کې مي تړلى ارمان خولې ته راشي .

زرګره! دواړه لاس دي مات شه دا غم تا جوړ کړى
چې پر باړخو يې ښکلووم نو پېزوان خولې ته راشي .

بيا يې تر خياله را پرېږدم بيا يې بخښمه چې يې .
سينه سينې ته ننواتې شونډان خولې ته راشي .

هغه ګړۍ مي بيا د ورور  تر سينه پورې ووزي
چې پردى غشى مي د پور د کمان خولې ته راشي .

هغه سپېڅلى پيغمبر حسن کافر کړي سړى
چې په ليدو يې د زړه تل نه ايمان خولې ته راشي .

قسم دى دا ځل که يې داسې په اسانه پرېږدم
سقيمه!  يو وار که يې سره باړخوګان خولې ته راشي .