چې زما او ستا ترمنځه شو بيلتون
ياره خوند نه راکوي راله ژوندون
چې را ياده راته ستا ناز او ادا شي
بيا مې اور دننه بل شي په لړمون
ستا څيره چې مې تر سترګو سترګو کېږي
ياره حال مې شو په شانته دمجنون
کله کله داسې شمه ستا په عشق کې
چې مې ختم شي دسوي زړه سکون
اى د سروګلو حسينه بې لتانه
تيرومه زندګي دزړه چاودون
ښه پريمانه مينه ورکړه ته کاکړ ته
هسې نه چې شې بخيل لکه قارون 
28.04.2009
- سيد شاه سقيم
ووې قـــــومنــــــــدان: مجـــاهــديـــنو مــــاتــــه وګــــورﺉ!روی د پــــاک رســــــول، د مـــــدينــــــې مــولا ته وګورﺉکـــفـــر وطـــــن لانــــدې کــــړ، لـــږ دې بــــلا تـــــه وګــورﺉبـــاب ولســـمشـــري شـــوه، دې ســاري وبــا ته وګورﺉماته رايـه راکــړﺉ کــه لـــه کفـــره خـــلاصــــېده غـــواړﺉنــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟ ســم سوتـــره ځــــان پوه کړﺉ د غازيانو زه کانديد يمهبـــر د...
15.06.2009
- سيد شاه سقيم
چې شفق ووينمه نوم د جانان خولې ته راشي .د زړه زندان کې مي تړلى ارمان خولې ته راشي .
زرګره! دواړه لاس دي مات شه دا غم تا جوړ کړى چې پر باړخو يې ښکلووم نو پېزوان خولې ته راشي .
بيا يې تر خياله را پرېږدم بيا يې بخښمه چې يې . سينه سينې ته ننواتې شونډان خولې ته راشي .
هغه ګړۍ مي بيا د ورور تر سينه پورې ووزي چې پردى غشى مي د پور د کمان خولې ته راشي .
هغه سپېڅلى پ...