اسمان په ځمکه راګوزار شو
باز دکارغه د مينې ښکار شو
ژوند مې ثواب ثواب نه ځار شو
زړه مې د خدای په نوم ازار شو
پېښ عجيبه غوندې نن کار شو
د ورور لستوڼي کې ورور مار شو
ناوې ترې ښکته خلکو وېوړه
مجنون له تشې ډولۍ ځار شو
مجرم تر ارګه استقبال شو
اتل مجرم غوندې په دار شو
ساقي په ټولو کې سردار شو
واعيظ په سپينه ورځ سنګسار شو
باغ د بيزو اود سنډا شو
كډه په سر ترېنه مليار شو
ګل د رقيب د غاړې هار شو
داټک برخه په کې خار شو