زه د حالاتو نه په تنګ راغلم
دخپل تدبیر سره په جنګ راغلم
ماوېل چې ښکل به کړم روښانه لاره
په سرنوشت کې د پتنګ راغلم
زه د خپل ملک د پادشاهۍ په هیله
خو په حساب کې د ملنګ راغلم
ما سره ښکلي ارمانونه زړه کې
خو نامراده ترې په څنګ راغلم
هغه حساب چې مي د ژوند درلوده
زه په مسیر کې د نیرنګ راغلم
ماوېل چې زه به خپل منزل ته رسم
په حقیقت کې په بل رنګ راغلم
د پاکو هیلو ، ارمانونو ښار نه
زه افغاني ترې ګیله من راغلم
16.04.2009
- سيد شاه سقيم
هغه وخت د غنمو کحطي وه ، ډېرو خلکو درې وخته ډوډۍ دوه او يا يوه وخت ته راټيټه کړې وه . که څه هم له هغه مهاله دادى يوه نيمه لسيزه تېره شوې خو د محمداجان ماما خبره مې اوس هم په غوږو کې انګازې کوي . محمداجان د کلي سپين ږيري بزګر و ، له همدې کبله ټولو ورته ماما وايه . د محمداجان دوه غبرګوني لمسيان وو . د لغمان اوړى ډېر تود وي ، کليوال ډېرى د بيکارۍ په وخت کې ونو لاندې راټول وي . ځينې و...
28.04.2009
- سيد شاه سقيم
ووې قـــــومنــــــــدان: مجـــاهــديـــنو مــــاتــــه وګــــورﺉ!روی د پــــاک رســــــول، د مـــــدينــــــې مــولا ته وګورﺉکـــفـــر وطـــــن لانــــدې کــــړ، لـــږ دې بــــلا تـــــه وګــورﺉبـــاب ولســـمشـــري شـــوه، دې ســاري وبــا ته وګورﺉماته رايـه راکــړﺉ کــه لـــه کفـــره خـــلاصــــېده غـــواړﺉنــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟ ســم سوتـــره ځــــان پوه کړﺉ د غازيانو زه کانديد يمهبـــر د...