سپينه خوله جينــکۍ وي به دکوم کلي ؟
ښکلي ده تنـــــــکۍ وي به دکوم کلي ؟

ســـرې شـونډې انارنازک ـ نازک بدن
تکه ســره غوټۍ وي به دکـــوم کلي؟

ټولورڼاگانوورتــــــــــــــه سرټيټ کړ
ستوروکې سپوږمۍ وي به دکوم کلي ؟

شنه بنګړي شنې سترگې گلابي جامې
سمه ښاپــــــــــېرۍ وي به دکوم کلي ؟

ياره بيــــــــــــــــنوا ! سوچونه مه کوه
ده خوکابــــــــــــلۍ وي به دکوم کلي ؟

صبغت الله بېنوا