شكر افغانه پښتنه وه له لاهوره نه وه
جينۍ په سپين كې غنمرګه وه، خو توره نه وه
زه چې يې ويشتم مخامخ راته خپل ورور ولاړ وو
ټوپك پردى وو او مرمۍ مي هم له كوره نه وه
اوس چې په نه خبره ژاړي دا بېې زه يادېږم
ګنې نو ګرا نه خو په زړه دومره كمزوره نه وه
په زړه دي څرخه شه ظالمه ! د خپل غشي څوكه
د كابل ښكلې په ټوپك د ويشتو ګوره ! نه وه
ستړي آهونه ، ستړې هيلي ، ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند كيسه بس دومره وه او نوره نه وه
سقيمه ! زه هم د لښكر جينكو يار يادېدم
چې مي د بخت كاسه لا دغسې نسكوره نه وه .
پورتنۍ غزل د احـــمــد شـــاه پاڅــــــــــون په غږ کې واورئ
28.07.2009
- سيد شاه سقيم
سپينه خوله جينــکۍ وي به دکوم کلي ؟ښکلي ده تنـــــــکۍ وي به دکوم کلي ؟
ســـرې شـونډې انارنازک ـ نازک بدنتکه ســره غوټۍ وي به دکـــوم کلي؟
ټولورڼاگانوورتــــــــــــــه سرټيټ کړستوروکې سپوږمۍ وي به دکوم کلي ؟
شنه بنګړي شنې سترگې گلابي جامېسمه ښاپــــــــــېرۍ وي به دکوم کلي ؟
ياره بيــــــــــــــــنوا ! سوچونه مه کوهده خوکابــــــــــــلۍ وي به دکوم کلي ؟
صبغت الل...
30.07.2009
- سيد شاه سقيم
تازه له هريپور کمپ څخه د جلوزو کمپ ته راغلي وو او هره ورځ مو د مجاهدينو په لاس ازاد شوي وطن ته د تګ شيبې شمارلې .
انتظار ډېر تريخ وي او هغه هم چې کله اوږد شي ، زه چې کله مهاجر کېدم د شاوخوا پنځو کلونو وم او بيا له ١٢ ټولګي څخه دمهاجرت په دوره کې فارغ شوم .
مهاجرت ډېر تريخ و، هره شيبه به وطن را يادېده ، کله چې به مې چېرې روانې ...