راشه چې سپرلی دي شم ګلزار دي شم
راشه چې د بدې ورځې یار دي شم
ستا د پاکې مینې محبت کې یار
ژوندشمه وږمه شمه بهار دي شم
نه شته بله لار نه بل تدبیر چېرې
راشه چې مرهم دي شم قرار دي شم
ته ما ته په مینه مینه وګوره
زه به دي لمبه شمه انګار دي شم
ما سره جذبه د ه محبت زړه کې
راشه چې کاکل دي شم سینګار دي شم
مینه د اخلاصه سره خوندکوي
راشه چې د مینې وفا دار دي شم
هسکه غاړه زېب لري امېل سره
راشه چې دسپینې غاړې هار دي شم
شرنګ دي دپایزېب په زړګي ښه لګي
راشه چې پایزېب دي شم شرنګار دي شم
سميع الدين افغاني
24.07.2009
- سيد شاه سقيم
!محترمو لوستونکوکه چیري د بشریت او انساني نړۍ پس منظر ته ځیر شو انسانانو د ابتدا څخه بیا تر یویشتمي پېړۍ پوري د انسا ني ژوند دبقا لپاره ډیري هلي ځلي تر سره کړي او د غیر مترقبه او طبعي حوادثو په مقابل کي د طبیعت سره لاس ا و ګرېبان او د ډیرو قربانیو تر څنګ لازمي بریاوي هم تر لاسه کړي او پدې برخه کي دډیرو اکتشافاتو شاهدان دي ٠بشر وکولای شو دګرمۍاو یخنۍ له مختلفو افتونو ا و امراضو سره مبارزه وکړي د خورا ک پوښاک ، سرپنا او نور حیاتي اړتیاو دلاسته راوړلو لپاره زحمت وګالي ٠خو اساسي...
26.07.2009
- سيد شاه سقيم
ورځنى كار مي ايله پاى ته رسولى ووخو جامې مي لانه وې بدلي كړې چې ټليفون مې وكړنګېدو او دعاجل تياري راته وويل شول . زه هم په نيمه پوځي بارك كې اوسېدم او سيخ هم هغه وربلل شوي دفتر ته ورننوتم .كاناډايي پوځيان تيار وو او ماته يې هم دتګ امر وكړ. زه له دوى سره ژباړونكى وم. په هيلي كوفټركي سپاره شو، له لږ سفره وروسته هيلي كوفټر دكندهار په جنوب لوېديځ كې دپنجوايي ولسوالي په ناخوني كلي كې راكوزه شوه .هلته امنيت لا له وړاندي افغان پوليسو نيولى وو. سيمه سخته محاصره وه او كاناډايي ځواكون...