چې مو راټول په يوو کور کړي داسې څوک غواړو موږ

چې مو زخمونه را  ټکور  کړي  داسې  څوک غواړو موږ

يو   بې وطنه    بې  کفنه      بې  وارثه     پښتون

که چېرې  خلاص نور  له پېغور کړي  داسې څوک غواړو موږ

چې يو له غره  ، بل له سنګر ، درېم له ټانګه  کوز  کړي

چې مو راټول په يوه  شکور  کړي  داسې  څوک غواړو  موږ

‌‌‌چې   مو   تر   مېنڅه    دا  د  جبر  دېوال  ونړوي

چې مې د  ورور  سره بيا  ورور  کړي  داسې  څوک غواړو موږ

چې مې  ټوپک او  توره   دواړه  په  قلم  بدل  کړي

چې مو له جنګه زړګی  تور  کړي  داسې  څوک غواړو  موږ

چې مو دا څيرې ګرېوانونه راپیوند کړي بېرته

چې مو بچي د يوې مور کړي داسې څوک غواړو موږ

چې د اغيار  نه د  اټک   مظلوم    زړګی    وژغوري

چې  نور اوبه  د  ظالم  زور  کړي  داسې څوک غواړو  موږ

اجمل  اټک  يوسفزی