پېمانه پېمانه

Profile Photo

راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش(
شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی.
جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له میا عمر لېسې نه په ښه درجه فارغ شو او په راتلونکې کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړه، چې د ښو نومرو په اخیستلو سره یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې پوهنځي ته لاره پیدا کړه؛ خو لا یې ددغه پوهنځي خواږه نه وو څکلي ، چې د وخت غربت ورته پر مخ د پوهنځي دروازې بندې کړې، تر درې کاله یې د دغه پوهنځي دروازه هم ونه لیده؛ خو وايي چې بېلتون پسې وصال وي، په ښاغلي جهانګیر هم همدا ، کیسه وشوه، له درې کلن ځنډ وروسته یې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، او د ساختماني انجینرۍ په برخه کې يې خپل لیسانس ترسره کړ. اوس مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ بوخت دی.
د ژورنالېزم په برخه کې یې له مختلفو ادارو نه بېلابېل ورکشاپونه اخیستې دي. نومړی په حتیځه سیمه کې د صفا راډیو د خبریال، ویاند او د خپرونو د مدیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له کوچنیوالي نه یې له شعر او ادب سره مینه وه، همدا سبب و، چې خپل ذوق او مینه دې ته وهڅاوه، چې په پنځم ټولګي کې یې مقاله ولیکله او په ښوونځي کې يې د لین په سر د زده کوونکیو په وړاندې ولوسته، په همدې مهال یې د شعر نیلۍ هم غځولي دي.
ښاغلی شېرین اغا جهانګیر د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ ژباړه هم کوي، چې اوسمهال په ټولنه کې د لیکوال، ژباړن او شاعر په حیث پېژندل شوی نوم دی.
تر پنځوسو (۱۵۰) زیاتې لنډې کیسې یې لیکلي، تر دووسوو ( ۲۰۰ ) پورې شعرونه لري او د پنځوسوو (۵۰۰ ) په شاوخوا ژباړل شوې کیسې لري.
واده یې کړی ، درې نارینه اولادونه او یوه ( حوا ) لري.
لاندې دوه ژباړل شوي اثار یې چاپ شوې دي:

۱ - غریبه نجلۍ – نړېوالې لنډې کیسې ـ ( ژباړه )
۲ نوې ژوند( د ژوند اداب - ( ژباړه
۳ ګودر پښتو انګلیسي ګرامرـ تالیف او ترجم

ژباړې


ښځه:شیرین اغا جهانګیر

06.06.2011 پېمانه

بودا او فاحشه

بودا او فاحشه بودا یو کلي ته سفر وکړ... یوه ښځه د بودا په خبرو مینه شوه، له بودا نه يې غوښتنه وکړه چې د هغې میلمه شي. بودا ورسره ومنله او له ښځې سره د هغې میلمستیا ته روان شو. د کلي حاکم په منډه منډه ځان د بودا خواته ورساوه او ورته يې وویل: -        ای بودا! دا ښځه بدلمنې ده، ته ددې کور ته مه ورځه! بودا د کلي حاکم ته وویل: -   

06.02.2011 پېمانه

د بهلول ډار: شیرین اغا جهانګیر

د بهلول ډار یوه ورځ بهلول د بصرې ښار ته لاړ، بهلول هلته کوم ملګری نه درلود، نو ځکه يې هلته یوه کوټه کرایه کړه. هغه کوټه چې بهلول په کې اوسېده، تر دې حده زړه وه چې په ډیر کم باد یا باران سره به يې د کوټې تیران او دیوالونه اوازونه کول او لړزېده به. بهلول د کور خاوند ته لاړ او ورته يې وویل: -        ښاغلیه! کومه کوټه چې دې راته په کرایه راکړې، ډېره زیاته زړه ده، په ډېر کم ب

06.02.2011 پېمانه

د بهلول ځواب: شیرین اغا جهانګیر

د بهلول ځواب یوه بد خویه او ګناهګار سړي له بهلول څخه پوښتنه وکړه: -        بهلوله! غواړم شیطان ووینم. بهلو ورته وویل: -        که په کور کې هنداره نه لرئ، پاکو اوبو ته وګوره! شیطان به په کې ووینئ.   ژباړن: شیرین اغا جهانګیر ۳ فیبروري ۲۰۱۱ ۱۴ دلوه ۱۳۸۹

03.02.2011 پېمانه

نادر افشار او ماشوم: شیرین اغا جهانګیر

نادر افشار او ماشوم تاریخونه لیکي چې کله نادر افشار د هند د نیولو تکل درلود، په لاره کې يې یو ماشوم مخې ته راغی چې مدرسې ته روان و. نادر افشار له ماشوم نه پوښتنه وکړه: -        زویه! څه شی لولئ؟ ماشوم زر ځواب ورکړ: -        قران نادر افشار بیا پوښتنه وکړه: -     &nb

03.02.2011 پېمانه

نومیالي: شیرین اغا جهانګیر

نومیالي   شیخ ابي سعید ابي الخیر ته چا وویل: -        هغه فلانی کس د اوبو پر سر ګرځي. شیخ ورته وویل: -        آسانه ده، چونګښې او بتکې هم د اوبو پر سر ګرځي. شیخ

03.02.2011 پېمانه

خیانت: شیرین اغا جهانګیر

خیانت یوه مکسیکويۍ پېغله د یو اداري ماموریت په موخه د څو میاشتو لپاره ارجنټاین ته لاړه. دوه میاشتې وروسته له خپل مکسیکويي نامزاد څخه یو لیک ترلاسه کړ چې په کې لیکلي و: -        ګرانې لورا! ډېره بخښنه غواړم چې نور نشم کولای چې دغه د لرې وطن یارانې ته دوام ورکړم. باید ووایم چې له کوم وخت څخه چې ته له مکسیکو څخه لاړه يې، له همغې نیټې راهیسې ما له تاسره لس وارې خیانت کړی دی. زه پوهیږم چې زه او ته، یو هم باید دا وضع و

30.01.2011 پېمانه

طمع: شیرین اغا جهانګیر

طمع د ژمي سړه شپه وه. نری نری واوره ورېده. پاچا له خپلې ماڼې بهر ووت. کله چې بیرته خپلې ماڼۍ ته راګرځیده، یو سپین ږیری ساتونکی يې ولیده چې له یخنۍ نه لړزېده. پاچا له سپین ګیري ساتونکي نه پوښتنه وکړه: -         ساړه دې نه کيږي؟ سپین ږیري ساتونکي ځواب ورکړ: -        ولې نه عالي جناب! مګر ګرمې جامې نه لرم، مجبور يم چې ويې ز

26.01.2011 پېمانه

دوه درویشان: شیرین اغا جهانګیر

 دوه درویشان (له قابوس نامې څخه) دوه درویشان سره په یو سفر کې ملګري ول. یو درویش ډېر زیات ډنګر و او د ورځې يې یواځې یو څل خوراک کاوه، بل درویش ډېر چاغ و او غښتلی وجود يې درلود، د ورځې به يې په درې ځلي خوراک هم بسنه نه کوله. دواړه یو ښار ته ورسیدل. د ښار پولیس د دوو جاسوسانو په لټه کې ول. د ښار پولیس د دوو جاسوسانو پر ځای دغه دوه درویشان ګرفتاره کړل او په زندان کې يې ورګذار کړ. د دغو دوو درویشانو پسې د زندان دروازې بندې شوې ا

13.01.2011 پېمانه

یو ژوند

یو ژوند له همغه اول وخت څخه چې پېدا شوم، بریالی وم، که نه نو نمې شو کولای چې دې نړۍ ته خپله پښه کښېږدم. له همغه اوله مې چاته کم ونه ویل. کله چې ډاکتر راته په ملا ضربه راکړله، داسې مې وژړل چې ډاکتر ګمان وکړ چې دا د هغه د ګزار پر وړاندې زما ځواب دی. هیڅکله مې ندی پرې ایښی چې کوم څیز دې راته ماته راکړي، پرله پسې مې شیېدې خوړلې او د خپل زړه د درد پروا مې نه ساته. کله چې ښوونځي ته لاړم، د خپلو ټولو همز

09.01.2011 پېمانه

کشیش او روماتیزم

کشیش او روماتیزم کشیش په ملي بس کې ناست و چې یو ملنګ، چې جامې يې شلیدلې او پښې يې لوڅې وې، ملي بس ته پورته شو او د کشیش ترڅنګ کښېناست. د کښېناستو سره سم ملنګ له خپل جب څخه ورځپاڼه رابره کړه او په  لوستلو يې پیل وکړ. لږه شېبه وروسته ملنګ بېرته کشیش ته مخ کړ او ورځني يې پوښتنه وکړه: -        ای زما روحاني پلاره! کولای شئ راته ووایئ چې روماتیزم له څه وجې نه انس

09.01.2011 پېمانه

عقیده

عقیده ډېر پخوا، د افکارو په لرغوني ښار کې دوه پوهان اوسیدل،  دوي یو له بله سره کینه لرله او یو د بل پوهې ته به يې په سپک نظر کاته، ځکه چې یو د خدای په وجود باور او عقیده نه لرله او بل تن، د خدای په وجود ټینګ ایمان او باور درلود.  یوه ورځ دغه دوه پوهان په ښار کې سره مخ شول، او د خپلو پېروانو پر وړاندې د خدای د شتون او نه شتون په اړه يې بحث او مناظره شروع کړه. له څو ساعت کشمکش او جنجال وروسته، دواړه پوهان په خپله مخه لاړل.

09.01.2011 پېمانه

مور: لنډه کیسه

 مور د شپې ۳ بجې وې چې د ټېلېفون د زنګ غږ هلک له خوبه راویښ کړ. هلک د ټېلېفون غوږۍ پورته کړه، مور يې وه. هلک ورځنې په ډېرې غوسې پوښتنه وکړه: -        څه ټکه راپرېوتې ده؟ ولې دې زه په دې نیمه شپه کې راویښ کړم؟ مور يې ورته په ډېر ارام غږ ځواب ورکړ: -        له نن څخه ۲۵ کاله وړاندې، په همدې نیمه شپه، تا زه له خوبه را ویښه

09.01.2011 پېمانه

جنت

جنت کله چې به د بهلول زړه تنګ شو، نو د سیند غاړې ته به لاړ. هغه به د سین په غاړه، په ساحل کې کښېناسته او د اوبو ننداره به يې کوله. د اوبو پاکوالی او تازه ګي به يې غوسه له منځه وړله. کله چې به وزګار و، په ساحل کې به کښېناسته او د ماشوم په شان يې له خټو سره لوبې کولې. یوه ورځ د په ساحل کې ناست و او له خټو څخه يې د سیند په غاړه کور جوړولو. د کور مخې ته يې باغ جوړ کړ، په باغ کې يې وړې وړې بوټې او ګلان کښېناوه. ناڅاپ

09.01.2011 پېمانه

حیواني مینه

حیواني مینه "دا یوه رښتیني کیسه ده چې په جاپان کې پېښه شوېده" یو کس غوښتل چې د خپل کور دیوال د بیارغونې لپاره وران کړي. جاپانیان د زلزلې په موخه د خپلو کورونو دیوالونه داسې جوړوي چې د لرګینو دیوالونو په منځ کې تش ځای وي. د دیوال د ورانولو پر مهال د کور خاوند د دیوال په خالي ځای کې یو کربوړی مومي چې د بهر له لوري يې په پښه کې یو میخ ټک وهل شوی دی او هغه د دیوال له لرګي سره کلک میخ شوی دی. د سړي زړه پرې ډېر زیات و

29.12.2010 پېمانه

په تیاره کې: شیرین اغا جهانګیر

په تیاره کې  کلي يې په ډېر احتیاط سره قلف ته ور دننه کړه. احتیاط يې کاوه چې د دروازې قلف آواز  ونه کړي. خپل له خیرو ډک بوټان يې چې سپين والی یې په ډېرې سختۍ سره لیدل کېده، له پښو رابهر کړ. هغه وړانګه چې د هوا کش د پردې له شا په هوا کش پرېوته، د هواکش سیوری يې پر ځمکه جوړه کړې وه. خپل لاس يې په ډېر اختیاط سره د برېښنا د ساکټ لورته وړاندې کړ، غوښتل يې چې ګروپ روښانه کړي،  مګر وډار شو  چې بچیان يې راویښ نه شي.

28.12.2010 پېمانه

دنوي معاشرت آداب: (دریمه برخه)

  لومړنی تصادف (برخورد): په لیدنو، مېلمستیاوو ،غونډو او معاشرتونو کې یو له اړینو موضوعاتونه له خلکو سره د لومړني لیدنې او او آشنا کیدو مسئله ده. لومړنی لیدنه او لومړنی تصادف په حقیقت کې د خپل ځان لومړی انځور دی چې د نورو په ذهن کې ېې انځوروئ، دغه انځور به تل د هغو خلکو په ذهن کې پاتې وي چې زمونږ سره سروکار لري او د هغه بدلون او سمونه به په دومره لږه موده کې امکان ونه لري او ددغه کا

28.01.2010 پېمانه

دنوي معاشرت آداب: (دوهمه برخه)

شخصیت او د هغه اصلاح: له هغو کلمو نه چې په ورځني ژوند کې ډیر زیات استعمال لري، یو هم شخصیت دی. د شخصیت کلمه تقریباً د ډېرو خلکو په آند روښانه مانا لري او تقریباً ټول په اتفاق سره د هغه له مانا سره اشنايي لري. د ارواح پوهنې له نظره شخصیت بل ډول تعریف لري. ځیني هغه له کرکټر سره یو ګڼي، یوه بله ډله پدې باور دی چې شخصیت له هغې اغېزې نه عبارت دی چې فرد يې په ټولنه کې لري یا په بله وینا، شخصیت هغه انځور دی چې ټولنه يې د فرد نه وړاندې کوي. فیلسوفان وايي:

24.01.2010 پېمانه

دنوي معاشرت آداب: (لومړی برخه)

دنوي معاشرت آداب The modern social Etiquette ژباړن: شیرین آغا جهانګیر   د معاشرت آداب څه دي؟ دخلکو سره څنګه چلند وکړو؟  دښه خبرو کولو لاره کومه ده؟ په مېلمستیاوو کی څنګه ګډون وکړو؟  دښه مزل(تګ) کولو لاره کومه ده؟  د ښه خوراک طریق

23.01.2010 پېمانه

د نړۍ بدلون

د نړۍ بدلون د وست مینسټر ښار په کلیسا کې د یو کشیش د قبر د پاسه لیکل شوي دي:« کله چې ماشوم وم، غوښتل مې چې نړۍ بدله کړم. کله چې رالوی شوم، پام مې شو چې نړۍ ډېره لویه ده، زه باید انګلستان ته بدلون وړکړم. انګلستان هم راته وروسته لوی ښکاره شو، او پرېکړه مې وکړه چې خپل ښار ته بدلون ورکړم. کله چې بوډا شوم، غوښتل مې چې خپلې کورنۍ ته بدلون ورکړم. دادی اوس د مرګ په حال کې یم او پوهېږم چې که په همغه لومړي ورځ کې مې ځان ته بدلون ورکړای و

22.01.2010 پېمانه

د ګابریل ګارسیا مارکز نه د ژوند او مینې دیارلس اړین ټکي

د ګابریل ګارسیا مارکز نه د ژوند او مینې دیارلس اړین ټکي یو: مینه درسره کوم، نه ستا د شخصیت په خاطر، بلکه د هغه شخصیت په خاطر چې زه يې لتانه ستا سره د اوسېدو پرمهال پېدا کوم. دوه:  هیڅوک ستا د اوښکو ارزښت نلري، څوک چې دغه ارښت لري، ستا د اوښکو د تویولو سبب کیږي نه. درې:  که څوک درسره هغه شان مینه نکوي، څنګه چې ته غواړئ، دا په دا مانا ن

22.01.2010 پېمانه

د چارلي چاپلین تاریخي لیک خپلې لور ته

د چارلي چاپلین تاریخي لیک خپلې لور ته   چارلي چاپلین د سینما یو له منل شوو نابغه ګانو ځنی دی. کله چی هغه دبري لوړو پوړونو کې وو، د «اونا اونیل» سره یی واده وکړه اودهغې نه د ۷یا ۸ اولادونو پلار شو، مګر له هغوي ځنی یواځي یو تن چې جرالدین نومیده، تمثیل یی له پلاره په میراث وړې ده

22.01.2010 پېمانه

رواني روغتیا

  رواني روغتیا             لیکوال: احمد شفیق بهروزیان ژباړن:شیرین آغا جهانګیر ۲۸-۰۸-۲۰۰۹ ۷- سنبله-۱۳۸۸   هرات  

21.01.2010 پېمانه

ایډز؛ د شلمې پېړۍ وبا

  (ایډز)  د شلمې پیړۍ وبا  AIDS, The Cholera of 20th century   لیکوال: محمد صبور البخاري ژباړن:شیرین آغا جهانګیر ۲۴-۰۸-۲۰۰۹ ۲- سنبله-۱۳۸۸    هرات   لیک لړ

21.01.2010 پېمانه

د جنورۍ د ۲۸ غونډه، خوشبینۍ او مایوسۍ

د جنورۍ د ۲۸ غونډه، خوشبینۍ او مایوسۍ   لیکوال: قریب الرحمان سعید ( افغان سیاستوال او پخوانی دیپلومات ) ژباړن: شیرین اغا جهانګیر د ۲۰۰۹ کال په پای کې جوته شوه چې دغه کال د دواړو؛ افغان ملت او د نړیوالو اشغالګرو ځواکونو لپاره چې په ۲۰۰۱ کال کې يې پردې هېواد یرغل وکړ، تر ټ

21.01.2010 پېمانه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more