حیواني مینه

"دا یوه رښتیني کیسه ده چې په جاپان کې پېښه شوېده"

یو کس غوښتل چې د خپل کور دیوال د بیارغونې لپاره وران کړي. جاپانیان د زلزلې په موخه د خپلو کورونو دیوالونه داسې جوړوي چې د لرګینو دیوالونو په منځ کې تش ځای وي.

د دیوال د ورانولو پر مهال د کور خاوند د دیوال په خالي ځای کې یو کربوړی مومي چې د بهر له لوري يې په پښه کې یو میخ ټک وهل شوی دی او هغه د دیوال له لرګي سره کلک میخ شوی دی.

د سړي زړه پرې ډېر زیات وسوځېده، او کوښښ يې وکړ چې یوه شېبه د دغه کربوړي په هکله پلټنه وکړي.  کله چې يې میخ له نظره تېر کړ، پوه شو چې دغه میخ لس کاله وړاندې، کله چې دغه کور جوړېده، ددغه کربوړي په پښه باندې ټک وهل شوی و.

په رښتیا هم چې یوه ډېره عجیبه پېښه ده، په یو تیاره ځای کې، بې له حرکته یو کربوړی لس کاله ژوند پاتې دی!!!

دا امکان نلري، اصلاّ د باور وړ ندی!!!

د کور په خاوند شیبه په شیبه حیرانتیا غلبه کوله. هغه کار په ټپه ودراوه او د کربوړي ننداره يې کوله.

دغه کربوړی په دغومره وخت کې څه کولو؟ دغه کربوړي څنګه او څه خوړل؟

د کور خاوند لا د کربوړي ننداره کوله چې یوه ډېره په زړه پورې پېښه وشوه. د کور خاوند څه ګوري چې یو بل کربوړی په داسې حال کې را روان دی چې په خوله کې يې خوراکي شیان رانیولي دي او د میخ شوي کربوړي په طرف راځي!!!
د کور خاوند ددغې  سهنې په لیدو هک پک شو.

لس کاله پالنه او ساتنه!!!؟

څومره ښکلې مینه؟ په رښتیا چې مینه او وفا همدې ته وايي!!!

که یو کوچنی مخلوق کولای شي چې دومره لویه مینه وپالي او تردې حده وفادار پاتې شي، نو انسان تر کومه حده مینه پاللی او وفا کولای شي؟

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲۸-۱۲-۲۰۱۰

۷ جدي ۱۳۸۹