په تیاره کې 

کلي يې په ډېر احتیاط سره قلف ته ور دننه کړه. احتیاط يې کاوه چې د دروازې قلف آواز  ونه کړي. خپل له خیرو ډک بوټان يې چې سپين والی یې په ډېرې سختۍ سره لیدل کېده، له پښو رابهر کړ.

هغه وړانګه چې د هوا کش د پردې له شا په هوا کش پرېوته، د هواکش سیوری يې پر ځمکه جوړه کړې وه.

خپل لاس يې په ډېر اختیاط سره د برېښنا د ساکټ لورته وړاندې کړ، غوښتل يې چې ګروپ روښانه کړي،  مګر وډار شو  چې بچیان يې راویښ نه شي.

خپل لاس يې بېرته شاته کړ. خپل چاودې چاودې لاس يې د دروازې لورته  وړاندې کړ. ناګهانه يې په هغې نقاشۍ سترګې پرېوتې چې په مخامخ دیوال کښل شوې وه. نقاشي يې داسې ایستلې وه چې غېږه يې له میوو ډکه وه او تر لاندې لیکل شوي و “ بابا” .

د نقاش سترګې له اوښکو ډکې شوې. قرار قرار يې د دروازې دستګیر لاندې کښېکاږه...( ټق...) بدن يې په لړزا شو. (( هسې نه چې...).

مینا د سترګو لاندې په غلچکي نظر خپل پلار ته وکاته، او د سپوږمۍ په غوږ کې يې په قراره وویل:

-        هسې نه چې سترګې خلاصې کړئ او پلار خجالت شي.

 

 

 

لیکواله: فاطمه مظفری

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲۸-۱۲-۲۰۱۰

۷ جدي ۱۳۸۹