مېرمنو ته لازمې لارښوونې
لیکوال: شیرین اغا جهانګیر
۲۱ نومبر ۲۰۱۰
مېرمنې د خپلو خاوندانو پروړاندې لاندې ځني مسئولیتونه لري چې باید ورته پاملرنه وکړي او هغه مراعت کړي.
مېرمنې باید د خپل خاوند سره په مهربانې سره چلند وکړي.
د ماشومانو پروړاندې د ستونزو او مشکلاتو د مطرح کولو او د ناندرۍ وهلو او جنجال نه ډډه وکړئ.
ښځه باید د نورو پروړاندې د خپل خاوند رازونه ښکاره نکړي، باید د خپل خاوند رازونه د مرګ تر کومې پټې وساتي.
په مادي لحاظ، ښځه باید د خپل خاوند د توان نه پورته طمع ونکړي، میرمنه باید د وخت سره سم له خپل خاوند څخه غوښتنې وکړي.
میرمنې باید هیڅکله خپل خاوند ته ستغې سپورې ونه وايي او هغه الفاظ ونه کاروي چې د هغه په اوریدو سره خاوند خپه کیږي.
خاوند ته درواغجن، شوم، بد او نور داسې کلمې کارول به د خاوند او ښځې رشته له منځه یوسي او هغوي به د نفرت په پولو ودروي.
د نورو خلکو سره د خپل خاوند مقایسه کول د انسانیت خلاف کار دی، مېرمنې دې ددې کار نه ډډه وکړي.
د خاوند اطاعت نه کول به د هغه په زړه کې ستاسو په نسبت کينه پېداکړي، مایوسي او نا امېدي په هغه باندې خپل وزرونه خوروي، او په پایله کې د کورنیو مسائلو په حل کې ناتوانه کېږي.
هیڅکله د نورو پروړاندې په خپل خاوند ملنډې مه وهئ او هغه ته پېغور مه ورکوئ.
په کوم کار چې مو خاوند خوشحالیږي، کوښښ وکړئ چې هغه کار هر وخت او په تکرار سره سرته ورسوئ، په دې کار به مو د خاوند په زړه کې ستاسې لپاره مینه پېدا شي.
کله چې خاوند خپله مېرمن کوم ځای ته له تګ څخه منع کوي، او یا د کوم کار له کولو څخه يې منع کوي، مېرمن باید هیڅکله هلته ورنشي، او هغه کار ونه کړي چې ترې منع شوې ده، که نه نو په دې کار سره به د هغې د خاوند په زړه کې د هغې لپاره کینه او نفرت ځای ونیسي او په پایله کې به د هغوي کورنی ژوند او راتلونکی ژوند له نفرت څخه ډک شي.
مهرباني د خدای له صفتونو څخه ده، هغه له خپل خاونده مه ستنوئ او له خپل خاوند سره مهربانه ووسئ.
په نا ارامیو او نیمګړتیاوو کې صبر ولرئ. خپل خاوند د خپلو غوښتنو د پوره کولو په خاطر د فشار لاندې مه راولئ.
د خپل خاوند له حساسیتونو نه ځان خبر کړئ. په ورځنی ژوند او کړنو کې دغه حساسیتونه په نظر کې ونیسئ.
میرمن باید د هرچا له خبرو او امر څخه د خپل خاوند خبرو او امر ته ترجیح ورکړي، که نه نو د خاوند په زړه کې به د هغې لپاره هغه شته مینه هم له منځه لاړ شي.
د خاوند په نشتوالي کې مېرمن دهغه د مال او ناموس ساتونکې ده.
میرمن باید د خپل خاوند په کور کې د سلام اچولو دود عام کړي او و د کورنۍ د مشرانو سره د مخامخ کېدو پرمهال په هغوي سلام واچوي.
دا په هرې مېرمنې لازم دی چې د خپل خاوند، د خپل خواخې او خسر، لیور او د کورنۍ د خاوند د خپلوانو قدر وکړي او د هغوي پر وړاندې غلط ګام پورته نکړي.
کله چې په کور کې میرمن له کومې ستونزې سره مخامخ کیږي، باید له هرچا وړاندې خپل خاوند سره ددغې ستونزې په اړه خبرې وکړي او د خپل خاوند څخه مرسته وغواړي.
میرمنې باید همیشه د خاوند د کورنۍ له دود او رواج او همدارنګه د شریعت سره سمې او هغه جامې واغوندي چې عورت يې په پوره ډول پټ وي او خلک ورته بد ونه وايي.
د خپل خاوند وړې کمزورتیاوې مه غټوئ، او ددغو کمزوریو په خاطر هغه ته ازار مه ورکوئ.
غیبت کول، د نورو خلکو رازونه څپړل، بې ځایه خبرې او بحث کول، بې ځایه ناسته پاسته او ټوکې ټکالې د میرمنې د عزت او شخصیت ته صدمه رسوي او د نورو پر وړاندې هغه بې تفاوته او سپک ښکاره کوي، هر انسان او په ځانګړې توګه میرمنې دې باید د خلکو د رازونو له څپړلو، بې ځایه خبرې او بحث کولو، ناسته پاستې او ټوکو ټکالو څخه ځان وساتي.
په لویو کورنیو ميلمستیاوو کې د لومړیتوب حق خپل خاوند ته ورکړئ او د هر چا نه زیات د خپل خاوند پام وساتئ.
کله چې د خپل خاوند سره خبرې کوئ، په هغه چغې مه وهئ،په زوره له هغه سره خبرې مه کوئ او یا په داسې لوړ غږد هغه سره خبرې او جنجال مکوئ چې نور خلک يې واوري.
نظافت د ایمان یوه برخه ده، میرمنو ته ښايي چې د نظافت پوره خیال وساتي.
د یو خاوند لپاره د نړۍ تر ټولو خوږ، نږدې او له ټولو نه منلی دوست د هغه میرمنه ده، خاوند هیڅکله نه غواړي چې د هغې میرمنه دې له نورو نه په خوراک، څښاک، عزت او درناوي کې کم وي، بلکه غواړي چې مېرمنه يې د نړې تر ټولو خوشحاله او قدرمنه ښځه ووسي، میرمنو ته هم همداسې لازمه ده چې د خپل خاوند په حق کې همداسې هیله ولري.
دا د مور او پلار دنده ده چې خپلې لوڼې داسې وروزي چې هغوي د خپل خاوند سره په ډېر درناوي او احترام رفتار او چلند وکړي او د خپل خاوند حق وپېژني.
ستاسې لپاره د یو ښه او خوشحاله ژوند او کورنۍ په هیله
شيرين اغا جهانګير