پېمانه پېمانه

Profile Photo

راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش(
شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی.
جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له میا عمر لېسې نه په ښه درجه فارغ شو او په راتلونکې کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړه، چې د ښو نومرو په اخیستلو سره یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې پوهنځي ته لاره پیدا کړه؛ خو لا یې ددغه پوهنځي خواږه نه وو څکلي ، چې د وخت غربت ورته پر مخ د پوهنځي دروازې بندې کړې، تر درې کاله یې د دغه پوهنځي دروازه هم ونه لیده؛ خو وايي چې بېلتون پسې وصال وي، په ښاغلي جهانګیر هم همدا ، کیسه وشوه، له درې کلن ځنډ وروسته یې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، او د ساختماني انجینرۍ په برخه کې يې خپل لیسانس ترسره کړ. اوس مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ بوخت دی.
د ژورنالېزم په برخه کې یې له مختلفو ادارو نه بېلابېل ورکشاپونه اخیستې دي. نومړی په حتیځه سیمه کې د صفا راډیو د خبریال، ویاند او د خپرونو د مدیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له کوچنیوالي نه یې له شعر او ادب سره مینه وه، همدا سبب و، چې خپل ذوق او مینه دې ته وهڅاوه، چې په پنځم ټولګي کې یې مقاله ولیکله او په ښوونځي کې يې د لین په سر د زده کوونکیو په وړاندې ولوسته، په همدې مهال یې د شعر نیلۍ هم غځولي دي.
ښاغلی شېرین اغا جهانګیر د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ ژباړه هم کوي، چې اوسمهال په ټولنه کې د لیکوال، ژباړن او شاعر په حیث پېژندل شوی نوم دی.
تر پنځوسو (۱۵۰) زیاتې لنډې کیسې یې لیکلي، تر دووسوو ( ۲۰۰ ) پورې شعرونه لري او د پنځوسوو (۵۰۰ ) په شاوخوا ژباړل شوې کیسې لري.
واده یې کړی ، درې نارینه اولادونه او یوه ( حوا ) لري.
لاندې دوه ژباړل شوي اثار یې چاپ شوې دي:

۱ - غریبه نجلۍ – نړېوالې لنډې کیسې ـ ( ژباړه )
۲ نوې ژوند( د ژوند اداب - ( ژباړه
۳ ګودر پښتو انګلیسي ګرامرـ تالیف او ترجم



جناب عالیقدر – ولسمشر اشرف غني

جناب عالیقدر – ولسمشر اشرف غنينام من : شیرین آغا جهانګیر قوم: هر چه مینوسند، فرقی نمی کند، چون هرچه فکر کردم، تفکیک نکردم از کدام قوم هستم. از بولان تا اباسین، هر رنګ

18.02.2018 پېمانه

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت په ساختمان کې د خوندیتوب د مدیریت په موخه لاندې موارد په نظر کې نیول ډیر اړین دي. په ټولو حالاتو کې باید پاملرنه او ستانه ( House Keeping ) په ښه توګه ترسره شي. محافظوي خولۍ، بوټان، کمربندونه او عینکې باید کاریګرو ته توصیه او ورکول شي ترڅو کاریګر د کار په جریان کې ژوبل نشي. له برقي او د اور وژنې له وسایلو سره لاس مه وهئ. دا کار به مو د مرګ تر خو

05.06.2017 پېمانه

کانکور پایلې او زمونږ تریخ حقیقت

د کانکور پایلې او زمونږ تریخ حقیقت ګیله د کمزورتیا ښکارندوۍ ده او تعصب د ناروغۍ. ناکام تل انتقاد کوي او نظام ګرم بولي. حقیقت ویل تریخ دی او یواځې یو سالم عقل يې اوري او ورته ځیر کیږي. زه هم د خپلې ټولنې په منځ کې ژوند کوم. د خپلې ټولنې یو نه بیلیدونکی عضوه یم. زه هم غواړم چې ولس مې مخ ته لاړ شي او له دې ناخوالو ووځي، مګر زه يې په ګمراه کوونکو انتقادونو نه تحریکوم. زه هزاره نه یم او نه هم په مذهب ش

05.03.2013 پېمانه

کوم رنګ؟

سیاه  یا سفید؟ سورخ یا سبز کدام رنگ برای تو بی طرف است؟ کدام رنگ پارچه؟ کدام پرچم؟ چی را بالای دیوادر خانه اویزان کنم؟ که ملکی بودنم برایت ثابت گردد کدام سمبول را بالای بام خانه ام به تصویر بکشانم که تو بفهمی اطفال من تروریست نیستند فقد بگو! چه کنم؟ تا تو بفهمی که در دیوار اطاقم راکت نیست این رباب اویزان است در سحن حویلی من بم نیست این کوزه ها ان

06.06.2012 پېمانه

د یو عسکر وصیت

  د یو عسکر وصیت   که زه په جنګ کې مړ شوم نو ما په تابوت کې بند کړئ او جسد مې کورته واستوئ *** زما مډالونه زما په سینه کښېږدئ او مور جانې ته مې ووايئ چې ما خپله پوره هڅه وکړه

06.06.2012 پېمانه

څلوریځه

ژوند د اور په شان راسره پاتی دی تش یاد د جانان راسره پاتې دی عشق رانه ټنۍ د ګریوان وړي دي تار تار خپل ګریوان راسره پاتی دی       شیرین اغا جهانگیر 6 جون 2012 Top of Form  

06.06.2012 پېمانه

واحدات

Units in Physics (mechanical, electricity, magnetism, light and optics) including Si units. This is a reference list with notes of all SI and derived units in physics. The notes provide a brief explanation of some of the more confusing elements, but be warned that the full explanation could take many pages, and may be explained elsewhere on this website. Physics has only 5 base units. (Plus the SI units Mole and Candela, but these are rarely used in Physics.)

13.05.2012 پېمانه

راځئ چې جهانګیر در وپېژنم

راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش)  شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی. جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي . ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له

13.05.2012 پېمانه

روژه

31.07.2011 پېمانه

دروغ: لنډه کیسه

17.07.2011 پېمانه

بدبخت که خوشبخت

17.07.2011 پېمانه

لنډه کیسه:

17.07.2011 پېمانه

خیر

17.07.2011 پېمانه

ژوند: شیرین اغا جهانګیر

17.07.2011 پېمانه

نا اشنا شاعر: لنډه کیسه

نا اشنا شاعر

17.07.2011 پېمانه

تورخم له تندې مري

07.07.2011 پېمانه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more