خېر
د کښتۍ د سمندر طوفاني څپو په مخه کړ. شېبه
نه وه تېره چې د غره هومره یوه لويه څپه په کښتۍ راپرېوته.. په کښتۍ کې ناست سواره
ټول د سمندر د نهنګانو ښکار شول. یواځې یو تن په کې ژوندی پاتې شو. هغه په ماته
کښتۍ کې د سمندر د منځ یوې جذیرې ته ورسېد. کښتۍ يې یوې غاړې ته کړ او جذېرې ته
ښکته شو. تر ماښامه يې په جذیزه کې خدای ته د مرستې لاسونه پورته کړي و. تر ماښامه
يې له خدایه د مرستې غوښتنه کوله. ماښام ناهیلی د کښتۍ نه پاتې سامان راښکته کړ او
ځان ته يې د اوسېدو ځای برابر کړ تر څو دشپې له وحشي ځناورو بچ پاتې شي.
کله چې يې کوډله جوړه شوه. ور دننه شو او شپه
يې په کې تېره کړه. سهر يې بیا په یو عالم ناهیلیو پېل شو. کله چې لمر تود شو،
خواړه يې په اور باندې کړ چې پوخ شي. خپله په جذیره کې د میوو په لټون پسې ووت.
کله چې بېرته راستون شو، کوډله يې ټوله سوځېدلې وه.
په ژړا شو او له خدایه يې ښې ډېرې ګېلې وکړې
چې ولې ورسره داسې کیږي. تر ماښامه يې په ګیلو او ناندریو ځان سړی کړ. ماښام يې
سترګې پټې شوې او ویده شو. شېبه نه وه تېره چې د جذیرې ترڅنګ د ژغورونکي کښتې په
آوزا سره له خوبه راویښ شو.سمدلاسه يې منډه کړه او کښتۍ ته پورته شوه.
د
ژغورونکي کښتۍ له چلوونکو يې پوښتنه وکړه چې هغوي څنګه پوه شول چې دی دلته دی؟
هغوي ورته وویل:
کله چې تاسې د مرستې لپاره اور لګولی و، مونږ
يې لوګي د سمندر د پاسه ولېده. نو هڅه مو وکړه چې هر څه زر باید درشو او تا
وژغورو.
ژغورونکي لا خبرې نه وې خلاصې کړې چې سړي خپل
سر ښکته واچوه او له خدایه يې د کړو ګیلو بخښنه وغوښته.
ژباړن: شرین اغا جهانګیر
۱۹ جوزا ۱۳۹۰
۹ می ۲۰۱۱