پېمانه پېمانه

Profile Photo

راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش(
شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی.
جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له میا عمر لېسې نه په ښه درجه فارغ شو او په راتلونکې کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړه، چې د ښو نومرو په اخیستلو سره یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې پوهنځي ته لاره پیدا کړه؛ خو لا یې ددغه پوهنځي خواږه نه وو څکلي ، چې د وخت غربت ورته پر مخ د پوهنځي دروازې بندې کړې، تر درې کاله یې د دغه پوهنځي دروازه هم ونه لیده؛ خو وايي چې بېلتون پسې وصال وي، په ښاغلي جهانګیر هم همدا ، کیسه وشوه، له درې کلن ځنډ وروسته یې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، او د ساختماني انجینرۍ په برخه کې يې خپل لیسانس ترسره کړ. اوس مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ بوخت دی.
د ژورنالېزم په برخه کې یې له مختلفو ادارو نه بېلابېل ورکشاپونه اخیستې دي. نومړی په حتیځه سیمه کې د صفا راډیو د خبریال، ویاند او د خپرونو د مدیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له کوچنیوالي نه یې له شعر او ادب سره مینه وه، همدا سبب و، چې خپل ذوق او مینه دې ته وهڅاوه، چې په پنځم ټولګي کې یې مقاله ولیکله او په ښوونځي کې يې د لین په سر د زده کوونکیو په وړاندې ولوسته، په همدې مهال یې د شعر نیلۍ هم غځولي دي.
ښاغلی شېرین اغا جهانګیر د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ ژباړه هم کوي، چې اوسمهال په ټولنه کې د لیکوال، ژباړن او شاعر په حیث پېژندل شوی نوم دی.
تر پنځوسو (۱۵۰) زیاتې لنډې کیسې یې لیکلي، تر دووسوو ( ۲۰۰ ) پورې شعرونه لري او د پنځوسوو (۵۰۰ ) په شاوخوا ژباړل شوې کیسې لري.
واده یې کړی ، درې نارینه اولادونه او یوه ( حوا ) لري.
لاندې دوه ژباړل شوي اثار یې چاپ شوې دي:

۱ - غریبه نجلۍ – نړېوالې لنډې کیسې ـ ( ژباړه )
۲ نوې ژوند( د ژوند اداب - ( ژباړه
۳ ګودر پښتو انګلیسي ګرامرـ تالیف او ترجم

کیسې


دروغ: لنډه کیسه

17.07.2011 پېمانه

بدبخت که خوشبخت

17.07.2011 پېمانه

لنډه کیسه:

17.07.2011 پېمانه

خیر

17.07.2011 پېمانه

ژوند: شیرین اغا جهانګیر

17.07.2011 پېمانه

نا اشنا شاعر: لنډه کیسه

نا اشنا شاعر

17.07.2011 پېمانه

بلا: شیرین اغا جهانګیر

بلاxml:na

07.06.2011 پېمانه

ملنګ: شیرین اغا جهانګیر

ملنګ

07.06.2011 پېمانه

وصیت: شیرین اغا جهانګیر

07.06.2011 پېمانه

لور: شیرین اغا جهانګیر

07.06.2011 پېمانه

ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

ډالۍxml:name

07.06.2011 پېمانه

مجبور: شیرین اغا جهانګیر

xml:namespac

07.06.2011 پېمانه

غلا: لنډه کیسه

07.06.2011 پېمانه

نن او پرون: لنډه کیسه

نن او پرون زه ایله د لسو کالو یم.۱۰

07.06.2011 پېمانه

مورې: مینه درسره لرم

مورې! مینه درسره لرم

06.06.2011 پېمانه

ملګري ته د بهلول ځواب

ملګري ته د بهلول ځواب یوه ورځ د بهلول یوه ملګري بهلول ته وویل:" ای بهلوله! که زه انګور وخورم، دا ماته حرام دي؟" بهلول وویل" نه" ملګري يې بیا ترې پوښتنه وکړه: " که د انګورو له خوړلو وروسته زه لمر ته اوږد وغزېږم، دا حرام دي؟" بهلول وویل" نه" ملګري يې بیا له بهلوله پوښتنه وکړه:" نو څنګه چې انګور په منګي کې واچوو او بیا څه موده لمر ته کښېږدو، حرام ګرځي؟" بهلول وویل" ګوره! زه ستا م

30.05.2011 پېمانه

مینه: لنډه کیسه

مینه یوه مېرمنه له کوره وتله، څه ګوي چې د دروازې تر څنګ درې سپین ږيري چې سپینې جامې يې په تن وې او ښکلې ږیرې يې لرلې، ولاړ ول. ښځې هغو ته وویل:" زه تاسې نه پېژنم، مګر ګمان کوم چې تاسې لوږي په سر اخیستې یاست، مهرباني وکړئ او کورته راسره لاړ شئ، زه درته د خوړلو لپاره څه تیار کړم!" سپین ږیرو پوښتنه وکړه:" ستاسې خاوند په کور کې دی؟" مېرمنې ځواب ورکړ:"  نه، هغه بهر کار ته تللی دی" سپین ږیرو وویل:" مونږ نشو کول

30.05.2011 پېمانه

وجدان: شیرین اغا جهانګیر

وجدان یوه لویه ډله، بې رحمه انسانان، د وینو تږي، د مرګ قاصدان ؛ چې سترګې يې له غوصې تکې سرې اوښتې وې، بیچاره بندي افسر يې سړک ته راوویسته. د افسر لاسونه په پړي کلک تړل شوي و. هغه لوړ قد او جګه تنه درلوده. خپل سر يې پورته نیولی و او شاهانه ګامونه يې اخیسته. د هغه له دروند او مغرورانه انداز څخه داسې ښکارېده چې هغه په هغو خلکو ملنډې وهلې او کرکه يې ترې کوله چې ترې را تاو  و او هغه يې سړک ته را ایستی و.  له افسره راتاوه ډله له ډېرې کرکې همدا

28.05.2011 پېمانه

وفا او جفا: شیرین اغا جهانګیر

وفا او جفا هغه ډالۍ يې چې شېبه وړاندې يې له خپلې ملګرې نجلۍ څخه اخیستی وه، له خپلې سېنې سره يې کلکه نیولې وه او په سړک باندې په سوچونو کې ډوب روان و.  حېران و،  نه پوهېده چې دغه ډالې به څنګه د عمر تر پایه روغه وساتي. هیڅ نه پوهېده چې څه وکړي؟ یو سوچ ورغی. ښکلی سوچ، له ځانه سره وموسکېده. خپل قدمونه يې چاپک کړ. کله چې کورته ورسېده، ډالۍ يې له خپلې سینې سره نور هم کلک کړ. خپلې مېرمنې ته مخامخ ودرېد او ويې ویل: " دادې زما ګ

28.05.2011 پېمانه

د هوکه: شیرین اغا جهانګیر

دهوکه مازیګر د دفتر د رصخېدو په وخت کې يې خپلې مېرمنې ته ټېلېفون وکړ او ورته يې وویل:  " ګرنې! رئیس مو راځني باربار غوښتنه کوي چې باید له هغه سره کب نیونې ته لاړ شم . هلته به د یوې اونۍ لپاره پاتې شو. دا زما لپاره ښه موقع ده چې د خپلې ترفیع لپاره زمینه سازي وکړم. نو ګرانې! مهرباني وکړه او د یوې اونۍ لپاره ماته جامې برابرې کړه او د کب نیونې وسایل مې هم په کې کښېږده! مونږ له دفتر څخه روانیږو. په لاره کې به زه ودرېږم او له کوره به خپلې جامې پورت

28.05.2011 پېمانه

ډار

ډار په ټکسي کې ناست مسافر ورو د ټکسي چلوونکي په اوږده لاس کېښود، غوښتل يې څه ورته ووايي. د ټکسي چلوونکي چغه کړه او د موټر کنترول يې له لاسه ورکړ... نږدې و چې ټکسي له بل موټر سره وجنګوي... په ډېرې چټکۍ سره له سړکه يې موټر یوې غاړې ته کړ او ځای په ځای يې د یوې مغازې مخې ته ودراوه.... د څو شېبو لپاره د ټکسي چلوونکي او د مسافر تر منځ یوه خبره هم ښکته پورته نشوه. یوه وحشتناکه چوپتیا خوره وه. د ټکسي چلوونکي دغه سکوت ما

11.05.2011 پېمانه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more