وفا او جفا
هغه ډالۍ يې چې شېبه وړاندې يې له خپلې ملګرې نجلۍ څخه اخیستی وه، له خپلې سېنې سره يې کلکه نیولې وه او په سړک باندې په سوچونو کې ډوب روان و. حېران و، نه پوهېده چې دغه ډالې به څنګه د عمر تر پایه روغه وساتي. هیڅ نه پوهېده چې څه وکړي؟
یو سوچ ورغی. ښکلی سوچ، له ځانه سره وموسکېده. خپل قدمونه يې چاپک کړ. کله چې کورته ورسېده، ډالۍ يې له خپلې سینې سره نور هم کلک کړ. خپلې مېرمنې ته مخامخ ودرېد او ويې ویل:
" دادې زما ګرانې مېرمنې ته ډالۍ وي!"
مېرمنې يې تر مرګه پورې دهغې ډالۍ څخه د خپل وجود د یوې ټوټې په شان ساتنه کوله.
شیرین اغا جهانګیر
۳۱-۲-۱۳۹۰
۲۱ می ۲۰۱۱
خپله
28.05.2011
- پېمانه
دهوکه
مازیګر د دفتر د رصخېدو په وخت کې يې خپلې مېرمنې ته ټېلېفون وکړ او ورته يې وویل:
" ګرنې! رئیس مو راځني باربار غوښتنه کوي چې باید له هغه سره کب نیونې ته لاړ شم . هلته به د یوې اونۍ لپاره پاتې شو. دا زما لپاره ښه موقع ده چې د خپلې ترفیع لپاره زمینه سازي وکړم. نو ګرانې! مهرباني وکړه او د یوې اونۍ لپاره ماته جامې برابرې کړه او د کب نیونې وسایل مې هم په کې کښېږده! مونږ له دفتر څخه روانیږو. په لاره کې به زه ودرېږم او له کوره به خپلې جامې پورت...
28.05.2011
- پېمانه
وجدان
یوه لویه ډله، بې رحمه انسانان، د وینو تږي، د مرګ قاصدان ؛ چې سترګې يې له غوصې تکې سرې اوښتې وې، بیچاره بندي افسر يې سړک ته راوویسته. د افسر لاسونه په پړي کلک تړل شوي و. هغه لوړ قد او جګه تنه درلوده. خپل سر يې پورته نیولی و او شاهانه ګامونه يې اخیسته.
د هغه له دروند او مغرورانه انداز څخه داسې ښکارېده چې هغه په هغو خلکو ملنډې وهلې او کرکه يې ترې کوله چې ترې را تاو و او هغه يې سړک ته را ایستی و. له افسره راتاوه ډله له ډېرې کرکې همدا...