واورین سړی
ماشومانو واورین سړی جوړ کړ. لوبې يې وکړې.
ماښام ناوخته ټول خپلو کورونو ته وګرځېدل. 
واورین سړی یواځې پاتې شو. بې کوره ماشوم د واورین سړي څنګ ته وردرېد:
ولې دلته یواځې پاتې يې؟ 
 لکه
چې ستا هم کور نشته؟
 یخني
دې شوې؟ 
ههن! دا زما خولې دې ستا شي. زما ساړه نه
کیږي....
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
-۶-۶-۲۰۱۱
۱۶ جوزا ۱۳۹۰