ملګري ته د بهلول ځواب

یوه ورځ د بهلول یوه ملګري بهلول ته وویل:" ای بهلوله! که زه انګور وخورم، دا ماته حرام دي؟"

بهلول وویل" نه"

ملګري يې بیا ترې پوښتنه وکړه: " که د انګورو له خوړلو وروسته زه لمر ته اوږد وغزېږم، دا حرام دي؟"

بهلول وویل" نه"

ملګري يې بیا له بهلوله پوښتنه وکړه:" نو څنګه چې انګور په منګي کې واچوو او بیا څه موده لمر ته کښېږدو، حرام ګرځي؟"

بهلول وویل" ګوره! زه ستا مخ ته اوبه شیندم، آیا درد کوي؟"

ملګري يې وویل" نه"

بهلول وویل" اوس زه ستا مخ ته نرمې خاورې شیندم، آیا درد کوي؟"

ملګري يې وویل" نه"

بهلول خاورې او اوبه سره ګډې کړې، یوه ګرده پنډوسکه يې ترې سازه کړه او بیا یې لمر ته کښېود. شېبه وروسته يې پنډوسکه راواخیسته او د سړي په تندي يې وویشته.

سړي په بهلو چغې کړې چې سر دې راته مات کړ.

بهلول په ډېر تعجب پوښتنه ځني وکړه: " ما خو څه نه دي کړي، دا پنډوسکه خو همغه اوبه او خاورې وې، ستا سر باید درد ونه کړي! مګر ما ستا ځکه مات کړ چې ته بیا د الله له امر نه سر غړونه ونه کړئ"

 

شیرین اغا جهانګیر

۹ جوزا ۱۳۹۰

۳۰ می ۲۰۱۱

صفا راډیو، جلال کوټ