پېمانه پېمانه
راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش(
شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی.
جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له میا عمر لېسې نه په ښه درجه فارغ شو او په راتلونکې کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړه، چې د ښو نومرو په اخیستلو سره یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې پوهنځي ته لاره پیدا کړه؛ خو لا یې ددغه پوهنځي خواږه نه وو څکلي ، چې د وخت غربت ورته پر مخ د پوهنځي دروازې بندې کړې، تر درې کاله یې د دغه پوهنځي دروازه هم ونه لیده؛ خو وايي چې بېلتون پسې وصال وي، په ښاغلي جهانګیر هم همدا ، کیسه وشوه، له درې کلن ځنډ وروسته یې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، او د ساختماني انجینرۍ په برخه کې يې خپل لیسانس ترسره کړ. اوس مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ بوخت دی.
د ژورنالېزم په برخه کې یې له مختلفو ادارو نه بېلابېل ورکشاپونه اخیستې دي. نومړی په حتیځه سیمه کې د صفا راډیو د خبریال، ویاند او د خپرونو د مدیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له کوچنیوالي نه یې له شعر او ادب سره مینه وه، همدا سبب و، چې خپل ذوق او مینه دې ته وهڅاوه، چې په پنځم ټولګي کې یې مقاله ولیکله او په ښوونځي کې يې د لین په سر د زده کوونکیو په وړاندې ولوسته، په همدې مهال یې د شعر نیلۍ هم غځولي دي.
ښاغلی شېرین اغا جهانګیر د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ ژباړه هم کوي، چې اوسمهال په ټولنه کې د لیکوال، ژباړن او شاعر په حیث پېژندل شوی نوم دی.
تر پنځوسو (۱۵۰) زیاتې لنډې کیسې یې لیکلي، تر دووسوو ( ۲۰۰ ) پورې شعرونه لري او د پنځوسوو (۵۰۰ ) په شاوخوا ژباړل شوې کیسې لري.
واده یې کړی ، درې نارینه اولادونه او یوه ( حوا ) لري.
لاندې دوه ژباړل شوي اثار یې چاپ شوې دي:
۱ - غریبه نجلۍ – نړېوالې لنډې کیسې ـ ( ژباړه )
۲ نوې ژوند( د ژوند اداب - ( ژباړه
۳ ګودر پښتو انګلیسي ګرامرـ تالیف او ترجم
کورپاڼه
خدای ته لیک
خدای ته لیک یوه ورځ، د پسته خانې کار کوونکي د هغو لیکنو پلټنه کوله چې پتې به پرې لیکل شوي نه وې. ناڅاپه د پسته خانې د کارکوونکي سترګې په یو لیک پرېوتې چې په لړزانه ګوتو پرې لیکل شوي و (خدای ته!). د پسته خانې کارکوونکي له ځانه سره فکر وکړ چې غوره به وي دا لیک پرانیزي او ويې لولي. په لیک کې لیکل شوي و: “ای زما ګرانه خدایه! زه یوه زړه ۸۳ کلنه کونډه یمه او د تقاعد په ډېرو کمو پېسو مې ژو ند تېروم. پرون چا راځني د جب بټوه
د شېطان ژوند لیک: شیرین اغا جهانګیر
د شېطان ژوند لیک شېطان لومړی کس وو چې ځني کارونه يې سرته ورساوه. د هغه نه وړاندې چا دغه کارونه سرته نه وو رسولي. هغه کارونه چې شېطان يې په لومړي ځل سرته ورساوه، په لاندې ډول دي: - شېطان لومړی کس دی چې قیاس يې وکړه، ځان يې له آدم علیه السلام نه غوره وګاڼه او ويې ویل: زه له اوره پېدا شوی یم او هغه له خاورو نه، په داسې حال کې چې اور له خاورو نه غوره دی. - شېطان لومړی کس دی چې د لوې ذات پروړاندې يې تکبر وکړه او د خپل خالق په
د ژوند کتاب
د ژوند کتاب ویده وم. په خوب کې مې د خپل ماضي کتاب پرانیسته او د خپل ژوندانه تېرې ورځې مې پاڼې پاڼې لوستې. هرې ورځې ته به ځیر شوم. د هرې ورځې سره د دوو کسانو د پښو خاپونه ول. یوه زما او بله مې د خدای. مخ ته تلم او خپلې تېرې شوې ورځې به مې لیدلې. ښې خاطرې، بدې خاطرې، ښکلاګانې، مسکاوې، خوږې، ترخې، مصیبتونه،... هرڅه مې لیده. مګر ومې لیده چې د ځینو پاڼو سره یواځې یوه جوړه پلونه لیدل کیږي. ورته ځیر
فریاد
فریاد یوه چغه کول غواړي یو آواز کول په کار دی د خدای په لور اسمان خواته پر واز کول په کار دی ریښې ریښې به وشیندو تارونه د ګریوان خبر به په حالاتو کړو څښتن د خپل انسان &nb
دوې ډوډۍ
دوې ډوډۍ د اختر ورځ وو. هرې خواته خوشحاله خوشحالي وه. هر چا نوي جامې په تن کړې وې. د کلي د هټیو مخ ته ټول ماشومان سره راټول شوي وو. سړي خپلو ماشومانو ته ډېر د لوبو سامان واخسته او له هټې نه بهر شو. د هټۍ مخې ته په زړو او شلېدلو جامو کې وړه نجلۍ د اوښکو ډکې سترګې نیولې وې او ژړل يې او په ځیر ځیر يې د نورو ماشومانو نوو جامو ته کاته. د سړي ورته د لرې نه پام شو. ښه شېبه يې د وړې نجلۍ نندار
ته مې تماشه کوه
ته مې تماشه کوه پرېږده چې ستي شم لولپه شمه ایره شمه ته مې تماشه کوه اور شمه سکروټه شم لوګی شمه لمبه شمه ته مې تماشه کوه پرېږده چې د خپل وجود ټوټی په خپله ووینم پرې چې د زړه ماتې آینې په خپله ووینم پرېږده چې بدرنګې زمانې په خپله ووینم