خدای ته لیک

یوه ورځ، د پسته خانې کار کوونکي د هغو لیکنو پلټنه کوله چې پتې به پرې لیکل شوي نه وې. ناڅاپه د پسته خانې د کارکوونکي سترګې په یو لیک پرېوتې چې په لړزانه ګوتو پرې لیکل شوي و (خدای ته!). د پسته خانې کارکوونکي له ځانه سره فکر وکړ چې غوره به وي دا لیک پرانیزي او ويې لولي. په لیک کې لیکل شوي و:

“ای زما ګرانه خدایه! زه یوه زړه ۸۳ کلنه کونډه یمه او د تقاعد په ډېرو کمو پېسو مې ژو ند تېروم. پرون چا راځني د جب بټوه چې سل ډالره په کې وه، پټه کړه. دا پېسې مې د ټولې میاشتې خرچه وه. بله یک شنبه د اختر ورځ ده او ما خپل دوه ملګري د شپې میلمستیا ته رابللي دي، مګر زه نشم کولای چې له هغو پېسو پرته څه واخلم. څوک مې هم نشته چې زه ترې پور واخلم. نه پوهېږم چې څه وکړم؟

ای زما مهربانه خدایه! زما یواځنی هیله ته يې! ته راسره مرسته وکړه...!”

د پسته خانې په کارکوونکي باندې دغه لیک ډېره اغیزه وکړه او لیک يې خپلو نورو ملګرو ته وښوده.

پایله داشوه چې د پسته خانې ټول کارکوونکي خپل جبونه ولټوه او هر یوه څو څو ډالره د میز د پاسه کېښود. ټول ۹۴ ډالره شوې او هغه يې ددغه لیک په ادرس دغې میرمنې ته ولیږلې.

د پسته خانې کارکوونکي ددې لپاره چې ويې شو کولای چې یو ښه کار سرته ورسوي، بې حده خوشحاله ول.

 اختر پای ته ورسېده او له دغې پېښې څخه څو ورځې تېرې شوې.

پسته خانې ته د همغې میرمنې په نامه یو بل لیک راغی. د لیک د پاسه بیا هم لیکل شوي و:

” خدای ته! “

د پسته خانې ټول کارکوونکي سره راټول شول او لیک يې پرانیسته. په لیک کې لیکل شوي و:

 “زما مهربانه خدایه! څنګه کولای شم چې ستا د نیکۍ شکر ادا کړم؟ ستا د مهربانۍ له امله مې وشو کولای چې یوه غوره میلمستیا ولرم او له خپلو دوستانو سره یوه خوشحاله ورځ تیره کړم. ما هغوي ته هم وویل چې زما خدای ما ته څومره ښکلې ډالۍ را استولې وه...

 البته باید ووایم چې څلور ډالره په کې کم ول، زه مطمئنه یمه چې د پسته خانې بې شرفه کارکوونکو پټې به کړي وي.”

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲۳ جدي ۱۳۸۹

۱۳ جنوري ۲۰۱۱