د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې لخوا د ارواښاد ضمیر علمدوست د فن او شخصیت لمانځغونډه وشوه

پرون سه شنبه د ۱۳۸۹ لمریز کال د جدي ۲۸ چې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ له ۱۸ نیټې سره برابره وه، د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې له لوري د د ارواښاد ضمیر علمدوست د عملي او کلتوري شخصیت د لمانځلو په موخه د ننګرهار ولایت د ښآروالۍ د غونډو په تالار کې غونډه وشوه.

دغه غونډو چې د سیمي شاوخوا ۱۵۰ لیکوالان، ژورنالیستان او د ادب مینه وال په کې برخه لرله، د غرمې په ۲ بجو د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

په  سر کې د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې د مشر ښاغلي حسن حقیار له لوري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو او نوموړي د ضمیر علمدوست د ژوند په اړه لنډه رڼا واچوله.

په دغه غونډه کې د استاد محمد آصف صمیم سربیره، تاج الدین چپاو، د ولایتي شورا وکیله نیلوفر عزیز هوتک، یوسف غیرت، عبدالهادي زماني، د ځوانانو چارو د معینیت مشر نوراغا ځواک، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د ریاست رئیس اورنګ صمیم او بختیار ساحل له لوري د ضمیر علمدوست د ژوند په اړه په تفصیل خبرې وشوې او مقالې، او شعرونه ولوستل شوې. په غونډه کې د جلال الدین غریبدوست له لوري د امرالله امید او د هارون ناصري له لوري د امله وال رالیږل شوي مقالې هم واورول شوې.

یاده دې وي چې په یاده غونډه کې د ارواښاد د کورنۍ په استازي توب د ارواښاد تره ډاکتر تازه میر تلوار برخه اخیستې وه

غونډه د ماښام پّ ۴:۳۰ بجو د استاد محمد اصف صمیم په ارزیابۍ او د محمد حسن حقیار په دعا پای ته ورسېده.