پېمانه پېمانه
راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش(
شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی.
جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له میا عمر لېسې نه په ښه درجه فارغ شو او په راتلونکې کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړه، چې د ښو نومرو په اخیستلو سره یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې پوهنځي ته لاره پیدا کړه؛ خو لا یې ددغه پوهنځي خواږه نه وو څکلي ، چې د وخت غربت ورته پر مخ د پوهنځي دروازې بندې کړې، تر درې کاله یې د دغه پوهنځي دروازه هم ونه لیده؛ خو وايي چې بېلتون پسې وصال وي، په ښاغلي جهانګیر هم همدا ، کیسه وشوه، له درې کلن ځنډ وروسته یې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، او د ساختماني انجینرۍ په برخه کې يې خپل لیسانس ترسره کړ. اوس مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ بوخت دی.
د ژورنالېزم په برخه کې یې له مختلفو ادارو نه بېلابېل ورکشاپونه اخیستې دي. نومړی په حتیځه سیمه کې د صفا راډیو د خبریال، ویاند او د خپرونو د مدیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له کوچنیوالي نه یې له شعر او ادب سره مینه وه، همدا سبب و، چې خپل ذوق او مینه دې ته وهڅاوه، چې په پنځم ټولګي کې یې مقاله ولیکله او په ښوونځي کې يې د لین په سر د زده کوونکیو په وړاندې ولوسته، په همدې مهال یې د شعر نیلۍ هم غځولي دي.
ښاغلی شېرین اغا جهانګیر د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ ژباړه هم کوي، چې اوسمهال په ټولنه کې د لیکوال، ژباړن او شاعر په حیث پېژندل شوی نوم دی.
تر پنځوسو (۱۵۰) زیاتې لنډې کیسې یې لیکلي، تر دووسوو ( ۲۰۰ ) پورې شعرونه لري او د پنځوسوو (۵۰۰ ) په شاوخوا ژباړل شوې کیسې لري.
واده یې کړی ، درې نارینه اولادونه او یوه ( حوا ) لري.
لاندې دوه ژباړل شوي اثار یې چاپ شوې دي:
۱ - غریبه نجلۍ – نړېوالې لنډې کیسې ـ ( ژباړه )
۲ نوې ژوند( د ژوند اداب - ( ژباړه
۳ ګودر پښتو انګلیسي ګرامرـ تالیف او ترجم
خبر
د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې لخوا د ارواښاد ضمیر علمدوست د فن او شخصیت لمانځغونډه وشوه
د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې لخوا د ارواښاد ضمیر علمدوست د فن او شخصیت لمانځغونډه وشوه پرون سه شنبه د ۱۳۸۹ لمریز کال د جدي ۲۸ چې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ له ۱۸ نیټې سره برابره وه، د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې له لوري د د ارواښاد ضمیر علمدوست د عملي او کلتوري شخصیت د لمانځلو په موخه د ننګرهار ولایت د ښآروالۍ د غونډو په تالار کې غونډه وشوه. دغه غونډو چې د سیمي شاوخوا ۱۵۰ لیکوالان، ژورنالیستان او د ادب مینه وال په کې
40 تنه زندانیان آزاد شول
د ننګرهار له محبس څخه ۴۰ تنه زندانیان آزاد شول دو شنبه ۸ سنبله ۱۳۸۹ شیرین اغا جهانګیر، جلال آباد د ننګرهار له زندان څخه ۴۰ تنه هغه زندانیان چې په جنايي جرمونو بندیان شوي وو، او د دریو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د بند حکم پرې شوی وو، له زندانه آزاد شول. د ننګرهار د محبس آمر سمونوال عبدولولي وویل چې دغه بندیان د ولسمشر کرزي د ۶۴ مې ګڼې فرمان له مخې د افغانستان د ۹۱ کلیزې په مناسبت له بنده
تازه خبر
په سړک کې ښخ شوی ماین د سرحدي پولیسو څلور تنه سرتیري او د یو قمندان ژوند واخست. د غه پيښه تیر ماښام ناوخته د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د سرحدي پولیسو رانجر موټر د ترکمنستان سره په پوله په ګزمه بوخت وو. په پېښه کې د فضل احمد خان په نامه د څلورم سرحدي زون د تورغونډۍ د څلورم سرحدي کنډک د اوپراسیون امر او ورسره څلور تنه نور پولیس وژل شوي دي. تر اوسه پورې چا د پيښې پړه پر غاړه نده اخستي. د عامیلینو په اړه يې پلټنه دوام ل
عاجل خبر: د هرات ولایت د کشک کهنې په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
عاجل خبر: د هرات ولایت د کشک کهنې په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ سخته جګړه روانه ده. د هرا ت ولایت د کشک کهنې په ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. جګړه نن د غرمې په یوه بجه پیل او تراوسه پورې ادامه لري. دولتي منبح چې نه يې غوښته چې نوم يې څرګند شي، وویل چې پنځه تنه پولیس اسیران شوي او په زیاته کچه دولتي مخالفین وژل شوي دي. ددې پېښې په اړه لا نور جزئیات ندي ورکړل شوي شیرین اغا جهانګیر
تازه خبر: د طالبانو او سرحدي پولیسو ترمنځ نښته وشوه
د طالبانو او سرحدي پولیسو ترمنځ نښته وشوه نن سه شنبه د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال ۳ چې د ۲۰۱۰ کال د مارچ له ۲۳ نېټې سره برابره ده، د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د ګله چا په سېمه کې چې د ترکمنستان پولې ته نږدې پرته ده، د طالبانو او د افغان سرحدي پولیسو ترمنځ نښته وشوه. پېښه د غرمې په ۱۲ بجو پېل او درې ساعته يې دوام وکړ. د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم راپور ندی ورکړل شوی. په تورغونډۍ کې د سرحدي پولیسو د کنډک قمندان دغه پېښه تائد کړه مګر د نورو جذئیاتو له وړاندې کولو نه ي
تازه خبر: سرحدي پوسته د طالبانو لاس ته پرېوته
سرحدي پوسته د طالبانو لاس ته پرېوته نن شنبه، د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د کب د میاشتې ۲۹ چې د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د مارچ له ۲۰ نیټې سره برابره ده، د هرات ولایت، د رباط سنګي ولسوالۍ د ګله چا په سېمه کې د سرحدي پولیسو په یوې سرحدې پوستې باندې د طالبانو د حملې وروسته د سرحدي پولیسو د پوستې قمندان مړ او یو تن پولیس سخت ټپي شو. پېښه تېره شپه ناوخته پېل او د سهر تر ۳ بجو يې دوام وکړ. په پېښه کې د طالبانو له لوري د مرګ ژوبلې کوم راپور ندی ورکړ شوی. په تورغ
تورغونډي کې د سړک د غاړې بمي چاودنه وشوه
تورغونډي کې د سړک د غاړې بمي چاودنه وشوه نن جمعه، د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د فیبرورۍ ۲۶، د سهار په ۱۱ بجو د هرات ولایت، د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډي په بندر کې د سړک د غاړې بم په چاودنه کې د یو تن ملي سوداګر لنډکروز موټر تبا او دوه تنه پکې ټپیان شول. بم په یو موټر سایکل کې ځای پرځای شوی وو او د ریموټ په واسطه له لرې نه کنترول کېده. ویل کیږي چې دغه بم د بریښنا د وزیر، ښاغلي اسماعیل خان لپاره ځای پرځای شوی وو. شیرین اغا جهانګیر
یو تن پولیس او د دولت یو تن مخالف ووژل شو
نن دوشنبه، د ۲۰۱۰ کال د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه د هرات ولایت د کشک کهنې ولسوالۍ د درزک په سیمه کې د دولت د مخالفینو او د پولیسو ترمنځ سخته نښته وشوه. پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د پولیسو قطار چې امریکايي ځواکونه يې ملتیا وکوله، د کشک کهنې نه د رباط سنګي لورته په حرکت کې وو چې د مخالفینو د کمین سره مخامخ شول. د پېښې په پایله کې یو تن پولیس او یو تن مخالف ووژل شول او د پولیسو په وینا ډېر نور مخالفین سخت ټپي شوي دي. د یو تن کلیوال د وینا پر بنسټ چې د خپل نوم له څرګندولو ن
خبر
د یکشنبې په ورځ د هرات ولایت په دیرش کیلومترې، د کرخ په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته وشوه. پېښه د کرخ ولسوالۍ د کاریز میر په سېمه کې د شپې ناوخته پېل او دمازیګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړه. په دغه پېښه کې د پولیسو یو تن سرتېری په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړه چې دوه تنه نور پولیس ټپې او د ملي اردو دوه تنه سرتیري هم ټپيان شول. د پېښې په پایله کې دوه تنه مخالفین مړه او څلور تنه نور ژوندي ونیول شول. باید یادونه وکړو چې امریکي ځواکونه هم د پولیسو م