د ننګرهار له محبس څخه ۴۰ تنه زندانیان آزاد شول

دو شنبه ۸ سنبله ۱۳۸۹

شیرین اغا جهانګیر، جلال آباد

د ننګرهار له زندان څخه ۴۰ تنه هغه زندانیان چې په جنايي جرمونو بندیان شوي وو، او د دریو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د بند حکم پرې شوی وو، له زندانه آزاد شول.

د ننګرهار د محبس آمر سمونوال عبدولولي وویل چې دغه بندیان د ولسمشر کرزي د ۶۴ مې ګڼې  فرمان له مخې د افغانستان د ۹۱ کلیزې په مناسبت له بنده آزاد شول. هغه زیاته کړه چې دغه بندیان اکثره د ترافیکي پېښو، شخړو او غلا په جرم بندیان شوي وو.

د ننګرهار د استناف د څارنوالۍ رئس حاجي عبدالقیوم وویل چې په دغو ۴۰ خوشې شوو زندایانو کې ۲تنه يې معجوزین دي. هغه زیاته کړه چې ددغه فرمان په اساس ۱۹ کسانو ته په هرکال کې ۱،۵ میاشتې تحفیف ورکړل شوی دی.

د یادونې وړ دی چې اوس مهال د ننګرهار په محبس کې ۱۱۶۴ کسه زنداني شته چې له دې جملې نه ۲۲ کسه يې زنانه او پاتې ټول نارینه دي.