عاجل خبر:
د هرات ولایت د کشک کهنې په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د هرا ت ولایت د کشک کهنې په ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. جګړه نن د غرمې په یوه بجه پیل او تراوسه پورې ادامه لري. دولتي منبح چې نه يې غوښته چې نوم يې څرګند شي، وویل چې پنځه تنه پولیس اسیران شوي او په زیاته کچه دولتي مخالفین وژل شوي دي. ددې پېښې په اړه لا نور جزئیات ندي ورکړل شوي
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۳۰-۰۳-۲۰۱۰
28.03.2010
- پېمانه
ما د ګلونو د رنګو عبادت شروع کړه
د آینو سجدې ته پرېوتمه
د ډیوو پل مې ونیو
شومه ملګری د نغمو د کاروان
لاړم د وريځو سره
لکه د څاڅکو د باران پرېوتم
د یوې وچې دښتې
پر لمبه شوي لمن
زه د یو نور په تلاش
د سرو لمبو غېږې ته پرېوتمه
زه هم لمبه لمبه شوم
ولې خپل هر درد ته مسکی مسکی وم...
30.03.2010
- پېمانه
ړندې آینې
زمانه ټوله ړنده ده، د دنیا سترګې ړندې شوې
آینې دي ړندې سوي، که زما سترګې ړندې شوې
له رقیب سره ملګری، لاس په لاس اوړي را اوړي
زه هم نشت یمه منم خو، د آشنا سترګې ړندې شوې
بیا چینار ځوانیمرګ شوی، بیا ګودر په وینو سور دی...