د یکشنبې په ورځ د هرات ولایت په دیرش کیلومترې، د کرخ په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته وشوه. پېښه د کرخ ولسوالۍ د کاریز میر په سېمه کې د شپې ناوخته پېل او دمازیګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړه. په دغه پېښه کې د پولیسو یو تن سرتېری په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړه چې دوه تنه نور پولیس ټپې او د ملي اردو دوه تنه سرتیري هم ټپيان شول. د پېښې په پایله کې دوه تنه مخالفین مړه او څلور تنه نور ژوندي ونیول شول. باید یادونه وکړو چې امریکي ځواکونه هم د پولیسو ملتیا کوله.

شیرین اغا جهانګیر

۱۵-۰۲-۲۰۱۰