سلام نه پوهېږم چې زمونږ سلام علیک له کومه ځایه پېل شوی وو. هر کله چې به سره مخامخ کېدو، په ډېر شوق سره مو یو بل ته سلام کاوه. هغه هم مسکی کېده او سلام به يې راته کاوه. نه پوهېدم نوم يې څه وو. کېدای شي هغې ته به هم زما نامه نه ورته. داسې نه وه شوې چې له سلام او د زړه خوالې نه پرته به سره ډېر غږېدلي وو. لږ لږ مې عادت شوی وو، که مې سلام ورته نه کاوه نو داسې به مې انګېرله چې ګوندي هغې ته مې توهین کړی وي. داسې نه وه شوې چې هغې ته مې سلام نه وي کړی. یوه ورځ، ناګهانه، کله چې له سړکه تېر شوم، مخې ته مې راغله. سلام مې ورته واچوه، مګر داسې چې ګوندي په خپلو سوچونو کې ډوبه وي، ځواب يې رانکړه. ختی راته يې ونه کاته او لاړه. صبا ته چې مې کله هغه ولیده، له ځانه سره مې وویل: صبر کوم چې اول هغه سلام واچوي. هغې سلام وانه چوه. ما هم وانه چوه. کرار کرار مو هېر شو چې ګوندي مونږ هم سره ملګري وو او که نه؟ بیا مو سره سلام علیک ونکړه. آن تر ننه چې هغه مړه شوه. لیکوال: سعید ارکان زاده ژباړن: شیرین اغا جهانګیر رباط سنګي هرات ۱۰-۰۲-۲۰۱۰