په بڼ کې
تینا په بڼ کې ولاړه وه او ټام يې ولیده چې د هغې خواته منډې وهي.
- تینا! ګل مې! مینه مې!
تینا وویل:
- ای زما ټامه!
ټام وویل:
- تینا! ګل مې!
تینا بیا وویل:
- ټامه! زه هم درسره مینه کوم.
ټام هغې ته ورسېد. د هغې مخ ته په ګونډو شو او هغه يې په ډېر زور سره ایسته ټېله کړه.
- ګل مې! زما په زیړ ګل باندې دې پښه ایښي ده.
لیکوال: هوپ اي تورس
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۰۹-۰۲-۲۰۱۰
رباط سنګي هرات
09.02.2010
- پېمانه
عمر
د خلکو په منځ کې يې ځانته لاره جوړه کړه. ور دننه شو او ځان يې قبر ته ورساوه. د قبر شناختې ته ښکته شو او له ځانه سره يې پټ پټ ولوسته:
* مریم مریمي، د زېږېدو نېټه: ۱۳۶۲-۳-۲۱*.
نور يې ونه لوسته. پورته شو. بیا يې د خلکو په منځ کې ځانته لاره وکړه. کله چې لرې ولاړ، نور يې ونشو کولای چې ونه ژاړي. په ژړا شو او ويې ویل:
* لعنتي، تل به يې رانه خپل عمر پټوه*.
لیکوال: علي به پژوه...
10.02.2010
- پېمانه
سلام
نه پوهېږم چې زمونږ سلام علیک له کومه ځایه پېل شوی وو. هر کله چې به سره مخامخ کېدو، په ډېر شوق سره مو یو بل ته سلام کاوه. هغه هم مسکی کېده او سلام به يې راته کاوه. نه پوهېدم نوم يې څه وو. کېدای شي هغې ته به هم زما نامه نه ورته. داسې نه وه شوې چې له سلام او د زړه خوالې نه پرته به سره ډېر غږېدلي وو. لږ لږ مې عادت شوی وو، که مې سلام ورته نه کاوه نو داسې به مې انګېرله چې ګوندي هغې ته مې توهین کړی وي. داسې نه وه شوې چې هغې ته مې سلام نه وي کړی.
یوه ورځ، ناګهانه، کله چې له سړکه تېر شوم، مخې ته...