عمر

د خلکو په منځ کې يې ځانته لاره جوړه کړه. ور دننه شو او ځان يې قبر ته ورساوه. د قبر شناختې ته ښکته شو او له ځانه سره يې پټ پټ ولوسته:

* مریم مریمي، د زېږېدو نېټه: ۱۳۶۲-۳-۲۱*.

نور يې ونه لوسته. پورته شو. بیا يې د خلکو په منځ کې ځانته لاره وکړه. کله چې لرې ولاړ، نور يې ونشو کولای چې ونه ژاړي. په ژړا شو او ويې ویل:

 * لعنتي، تل به يې رانه خپل عمر پټوه*.

لیکوال: علي به پژوه

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۰۹-۰۲-۲۰۱۰