خدای پاماني

مننه کوم:

- له خپلې موره چې د وریجو د درنو بوجیو په پورته کولو سره يې هڅه وکړه چې زه دې نړۍ ته پښه کښېنږدم.

- له خپله پلاره چې د ما او زما د مور په یواځې پرېښودولو سره يې وغوښتل چې مونږ د لوږې په وسیله ددې لعنتي نړۍ له شره خلاص کړي.

- او له ژونده چې د خپلو هغو ټولو خرابیو سره سره، اوس چې ددې بام په بلې ولاړ یم، غواړي راته وښايې چې څنګه يې شر له خپل سر نه کم کړم.

لیکوال: زینب صابر پور

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۰۹-۰۲-۲۰۱۰

رباط سنګي هرات