نیکه او لمسی
نیکه ډېر سپین ګیری شوی وو. پښې يې د ګرځېدو توان نه لاره. سترګو يې خپل دید له لاسه ورکړي وو. غوږونه يې څه نه آورېدل، حتی د خوراک لپاره يې غاښونه هم نه لاره. زوې او اینګور يې پرېکړه وکړه چې نور به هغه په دسترخوان نه کښېنوي، بلکه د بخارۍ ترڅنګ به هغه ته خواړه ورکړي.
یوه ورځ يې هغه ته په ښیښه يي کاسه کې خواړه واچاوه او ورته يې یوړه. بوډا کاسه ځانته راوکاږه؛ مګر له لاسه يې پرېوته او ماته شوه. اینګور يې غصه شوه او ويې ویل چې نور به هغه ته په یو تشت کې خواړه اچوي او ورته راوړي به. بوډا آه وکړه او څه يې ونه ویل.
یوه ورځ ښځه او خاوند په کور کې ناست ول. څه ګوري چې کوچنی زوي يې په ځمکه ناست دی او کوم څه کوي. پلار يې ترې پوښتنه کوي:
- میشا! څه کوئ؟
- زه تمرین کوم. کله چې تاسو زاړه شوۍ، زه غواړم په دغه تشت کې تاسوته خواړه درکړم.
لیکوال: تولستوی
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۰۹-۰۲-۲۰۱۰
رباط سنګي هرات