نن دوشنبه، د ۲۰۱۰ کال د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه د هرات ولایت د کشک کهنې ولسوالۍ د درزک په سیمه کې د دولت د مخالفینو او د پولیسو ترمنځ سخته نښته وشوه. پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د پولیسو قطار چې امریکايي ځواکونه يې ملتیا وکوله، د کشک کهنې نه د رباط سنګي لورته په حرکت کې وو چې د مخالفینو د کمین سره مخامخ شول. د پېښې په پایله کې یو تن پولیس او یو تن مخالف ووژل شول او د پولیسو په وینا ډېر نور مخالفین سخت ټپي شوي دي.
د یو تن کلیوال د وینا پر بنسټ چې د خپل نوم له څرګندولو نه يې ډډه وکړه، وویل چې وژل مخالف تن د هرات پوهنتون محصل وو او په دې نږدې وختونو کې د طالبانو له ډلو سره یو ځای شوی وو. یاده دې وي چې دغه دوه ولسوالۍ په تېرو څو میاشتو کې د سختو پېښو شاهد ول.
۲۲-۰۲-۲۰۱۰
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
15.02.2010
- پېمانه
د یکشنبې په ورځ د هرات ولایت په دیرش کیلومترې، د کرخ په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته وشوه. پېښه د کرخ ولسوالۍ د کاریز میر په سېمه کې د شپې ناوخته پېل او دمازیګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړه. په دغه پېښه کې د پولیسو یو تن سرتېری په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړه چې دوه تنه نور پولیس ټپې او د ملي اردو دوه تنه سرتیري هم ټپيان شول. د پېښې په پایله کې دوه تنه مخالفین مړه او څلور تنه نور ژوندي ونیول شول. باید یادونه وکړو چې امریکي ځواکونه هم د پولیسو م...
25.02.2010
- پېمانه
پوښتنه
پوښتنه يې رانه وکړه:
- د چا لپاره ژوندی يې؟
زړه مې غوښته چې له زړه نه چغې ووهم او ووایم چې:
- ستا لپاره
ورته مې وویل:
- د هیجا لپاره
پوښتنه يې وکړه:
- د څه لپاره ژوندی يې؟
زړه مې چغې وهلې چې ووایم:
- ستا په خاطر
په ډېرې خواشینۍ مې ورته وویل:
- د هیڅ څیز په خاطر...