پوښتنه
پوښتنه يې رانه وکړه:
- د چا لپاره ژوندی يې؟
زړه مې غوښته چې له زړه نه چغې ووهم او ووایم چې:
- ستا لپاره
ورته مې وویل:
- د هیجا لپاره
پوښتنه يې وکړه:
- د څه لپاره ژوندی يې؟
زړه مې چغې وهلې چې ووایم:
- ستا په خاطر
په ډېرې خواشینۍ مې ورته وویل:
- د هیڅ څیز په خاطر
پوښته مې ترې وکړه:
- ته د څه شي لپاره ژوندۍ يې؟
په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې، ويې ویل:
- د هغه چا لپاره چې د هیچا او هیڅ څیز لپاره ژوند کوي.
همغه کس زه یم
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۴-۰۲-۲۰۱۰
23.02.2010
- پېمانه
نن دوشنبه، د ۲۰۱۰ کال د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه د هرات ولایت د کشک کهنې ولسوالۍ د درزک په سیمه کې د دولت د مخالفینو او د پولیسو ترمنځ سخته نښته وشوه. پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د پولیسو قطار چې امریکايي ځواکونه يې ملتیا وکوله، د کشک کهنې نه د رباط سنګي لورته په حرکت کې وو چې د مخالفینو د کمین سره مخامخ شول. د پېښې په پایله کې یو تن پولیس او یو تن مخالف ووژل شول او د پولیسو په وینا ډېر نور مخالفین سخت ټپي شوي دي.
د یو تن کلیوال د وینا پر بنسټ چې د خپل نوم له څرګندولو ن...
26.02.2010
- پېمانه
تورغونډي کې د سړک د غاړې بمي چاودنه وشوه
نن جمعه، د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د فیبرورۍ ۲۶، د سهار په ۱۱ بجو د هرات ولایت، د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډي په بندر کې د سړک د غاړې بم په چاودنه کې د یو تن ملي سوداګر لنډکروز موټر تبا او دوه تنه پکې ټپیان شول. بم په یو موټر سایکل کې ځای پرځای شوی وو او د ریموټ په واسطه له لرې نه کنترول کېده. ویل کیږي چې دغه بم د بریښنا د وزیر، ښاغلي اسماعیل خان لپاره ځای پرځای شوی وو.
شیرین اغا جهانګیر...