د کار په لټه ( یوه خاطره)

درس، مکتب، پوهنتون، تحصیل... یو هم ګټه ونه کړه. زړه مې پوزې ته راغلی و. هر ورځ به مې د خپل CV کاپیانې د انټرنیټ له لارې او مستقیمآ هغو دفترونو ته لیږلو چې کومه نوې دنده به يې اعلان کړې وه.

له ځانه سره مې پریکړه وکړه چې نور نو له سره دا فکر اوباسم چې زما د زده کړې او زما د تحصیلي سويې مطابقه دنده دې راته پېده شي. دا ځل چې مې هر اعلان مخې ته راغی، خپله CV ورلیږم.

سهر وختي له کوټې ووتم او د تل په څیر د انټرنیټ کلپ خواته لاړم. که څه هم انټرنیټ دومره چټک نه و چې ویب پاڼه دې زر خلاصه کړې وای، مګر بیا مې هم ورته انتظار وکړ. د اعلان شوو دندو پاڼه راته خلاصه شوه. په لومړي سر کې مې سترګې په یوې داسې اعلان شوې دندې پریوتې چې پخوا تردې مې کله هم په دې اړه فکر نه و کړی.

لیکلي و “ ساتونکی” Guard  پوه شوم چې ساتونکي ته اړتیا ده. سمدلاسه مې ورته ټک ورکړ.

ځان راته بد ښکارېده. شپاړلس کاله تحصیل، خواري... او اوس مې د ساتونکي دندې ته زړه ښه کړ؟

سترګې مې پټې کړې او خپل ژوند مې یو ځل تر سترګو تیر کړ:

-        د کابل له شور او زوږ څخه ډک ښار، د تورو شیشو ډول ډول موټرونه، لوړې لوړې ودانۍ او په دغه له ګڼه ګوڼې څخه ډکو سرکونو کې یو ځوان په داسې حال کې په خپلو پښو روان دی چې په سر او مخ  يې ګردونه پراته دي او د ښار خلکو ته له نفرت څخه په ډک انداز ګوري.

نور مې صبر ونه کړ. سمدلاسه مې ورته خپله  CV ولیږله. خپل بریښنالیک مې وتاړه او د کوټې طرف ته راغلم.

سبا بیا د عادت له مخې انټرنیټ کلپ ته لاړم او خپل بريښنالیک مې پرانیسته. یو نوی بريښنالیک راته راغلی و. دا بريښنالیک راته د همغې کمپنۍ لخوا رالیږل شوی و چې ما ورته خپل تعلیمي اسناد لیږلي و او د (ساتونکي) د دندې غوښتنه مې کړیوه. د بريښنالیک په لوستلو سره مې په وجود خوله ماته شوه او د مایوسۍ کندې ته پریوتم.

په بریښنالیک کې لیکل شوي و”  ستاسې له اسنادو څخه معلومیږي چې ستاسې تعلیمي سویه ډېره لوړه ده او مونږ نشو کولای چې تاسې په ( ساتونکي) دنده وګمارو، هیله ده چې تاسې د خپلې تعلیمي سوېې مطابق دنده پېدا کړئ”.

 

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر

۲۴ جنوري ۲۰۱۰

۴ دلوه ۱۳۸۹

جلال کوټ