طمع
د ژمي سړه شپه وه. نری نری واوره ورېده. پاچا له خپلې ماڼې بهر ووت. کله چې بیرته خپلې ماڼۍ ته راګرځیده، یو سپین ږیری ساتونکی يې ولیده چې له یخنۍ نه لړزېده.
پاچا له سپین ګیري ساتونکي نه پوښتنه وکړه:
- ساړه دې نه کيږي؟
سپین ږیري ساتونکي ځواب ورکړ:
- ولې نه عالي جناب! مګر ګرمې جامې نه لرم، مجبور يم چې ويې زغمم.
پاچا وویل:
- زه اوس ماڼۍ ته ځم، او امر کوم چې زما یوه جوړه ګرمې جامې دې تاته راوړي.
سپین ږیری ساتونکی هیله من شو او له پاچا څخه يې مننه وکړه. مګر کله چې پاچا ماڼۍ ته ننوت، خپله وعده يې هیره کړه.
سبا سهر د ماڼۍ په څنډه کې د یوه سپین ږیري جسد وموندل شو چې یخنۍ وژلی و. د سپین ږیري ترڅنګ يې یو لیک هم ومونده چې په کې يې لیکلي و:
- عالي جناب! ما هره شپه د همدې جامو سره د ژمي سړې شپې زغملې، مګر ستا د ګرمو جامو طمع زه له پښو وغورځولم!
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۶ جنوري ۲۰۱۱
جلالکوټ
24.01.2011
- پېمانه
د کار په لټه ( یوه خاطره)
درس، مکتب، پوهنتون، تحصیل... یو هم ګټه ونه کړه. زړه مې پوزې ته راغلی و. هر ورځ به مې د خپل CV کاپیانې د انټرنیټ له لارې او مستقیمآ هغو دفترونو ته لیږلو چې کومه نوې دنده به يې اعلان کړې وه.
له ځانه سره مې پریکړه وکړه چې نور نو له سره دا فکر اوباسم چې زما د زده کړې او زما د تحصیلي سويې مطابقه دنده دې راته پېده شي. دا ځل چې مې هر اعلان مخې ته راغی، خپله CV ورلیږم.
سهر وختي له کوټې ووتم او د تل په څیر د انټر...
30.01.2011
- پېمانه
خیانت
یوه مکسیکويۍ پېغله د یو اداري ماموریت په موخه د څو میاشتو لپاره ارجنټاین ته لاړه. دوه میاشتې وروسته له خپل مکسیکويي نامزاد څخه یو لیک ترلاسه کړ چې په کې لیکلي و:
- ګرانې لورا! ډېره بخښنه غواړم چې نور نشم کولای چې دغه د لرې وطن یارانې ته دوام ورکړم. باید ووایم چې له کوم وخت څخه چې ته له مکسیکو څخه لاړه يې، له همغې نیټې راهیسې ما له تاسره لس وارې خیانت کړی دی. زه پوهیږم چې زه او ته، یو هم باید دا وضع و...