د ژوند کتاب
ویده وم. په خوب کې مې د خپل ماضي کتاب پرانیسته او د خپل ژوندانه تېرې ورځې مې پاڼې پاڼې لوستې. هرې ورځې ته به ځیر شوم. د هرې ورځې سره د دوو کسانو د پښو خاپونه ول. یوه زما او بله مې د خدای. مخ ته تلم او خپلې تېرې شوې ورځې به مې لیدلې.
ښې خاطرې، بدې خاطرې، ښکلاګانې، مسکاوې، خوږې، ترخې، مصیبتونه،... هرڅه مې لیده.
مګر ومې لیده چې د ځینو پاڼو سره یواځې یوه جوړه پلونه لیدل کیږي. ورته ځیر شوم؛ زما د ژوندانه تر ټولو سختې ورځې وې. ترخې ورځې، ډار، درد، بیکسي،...
په ډېرې ناارامۍ مې خپل خدای ته وویل:« په اوله ورځ دې راسره ژمنه وکړه چې یواځې به مې نه پرېږدې. هیڅکله به مې په خپل حال یواځې نه پرېږدې او ما په همدې باور سره ومنله چې ژوند وکړم. څنګه دې زه د ژوندانه په دې سختو ورځو کې مصیبتونو، دردونو او رنځونو له یواځې پرېښودم؟».
خدای راته په ډېرې مهربانې سره وکاته، مسکی شو او وېې ویل:« ګرانه! ما درسره ژمنه وکړه چې درسره به یم. شپه او ورځ، په غم او ښادۍ کې، په بدمرغۍ او نېکمرغۍ کې. ما په خپلې ژمنې باندې وفا وکړه. هیڅکله مې ته یواځې پرې نه ښودې. حتی د یوې لحظې لپاره هم. د خپل ژوند په دغو ورځو کې چې د خپو کوم خاپونه وینئ، هغه زما دي، کله چې ته مې په خپل غېږ کې نیولی وې!!!».
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۲-۱۲-۲۰۰۹