اوربلکی
د وېش ورځ وو. خدای هستي وېشله. خدای وویل:« یو څه رانه وغواړئ. هرڅه چې وي، دربه يې کړم. له هستۍ نه خپله برخه وغواړئ، ځکه چې خدای ډېر بخښونکی دی.»
هرڅوک راغی او څه يې وغوښته. یو د الوتلو لپاره وزرونه، بل د منډو لپاره پښې، یوه غټه تنه وغوښته او یو چا تېزې سترګې، چا سیند خوښ کړه او چا آسمان.
په دې وخت کې یو کوچنی چینجی راوړاندې شو او خدای ته يې وویل:« زه له هستۍ نه ډېر څه نه غواړم، نه تېزې سترګې، نه غټه تنه، نه وزرونه او نه پښې، نه آسمان او نه سیند. یواځې ستا نه لږ څه. یواځې د خپله ځانه راته یو څه راکړه.» او خدای ورته لږ نور ورکړه.
د هغه نوم اوربلکی دی.
خدای وویل:«هغه چې له ځانه سره نور لري، ستر دی، حتی که د ذرې په اندازه وي. ته اوس همغه لمر يې چې کله کله د یوې وړې پاڼې تر شا پټېږئ.» او نورو ته يې مخ واړاوه او ويې ویل:« کاش پوهېدای چې دغه چينجي تر ټولو غوره څېز وغوښت، ځکه چې د خدای نه بې له خدایه باید نور څه ونه غواړئ».
زرګلونه کاله کیږي چې هغه ځلېږي. د هستۍ پر لمن ځلیږي. کله چې یو ستوری هم نه وي، نو اوربلکی روښانه وي او څوک نه پوهېږي چې دا هم هغه رڼا ده چې یوه ورځ خدای دغه چینجي ته وربخښلې ده.
لیکوال: عرفان نظر آهاري
کتاب: چلچراغ، ۳۹ شمېره
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
هرات رباط سنګي
۱۰۱۲-۲۰۰۹