وزګاره پرښته
سړي یو عجیبه خوب ولیده. هغه په خوب کې ولیده چې د پرښتو څنګ ته لاړ دی او د هغو کارونه ګوري.
د بېرته راتلو پرمهال، د پرښتو یوه لویه ډله يې ولیده چې سخت په کار بوخت دي، او په ډېرې چټکۍ سره هغه لیکونه خلاصوي چې د قاصدینو لخوا له ځمکې نه راوړل کیږي؛ او په بکسونو کې يې اچوي.
سړي له یوه پرښتې نه وپوښتل:« تاسو څه کوئ؟».
په داسې حال کې چې پرښته لګیا وه او لیک يې خلاصاوه، ځواب ورکړه:« دا د رسېد څانګه ده، مونږ د بنده ګانو هغه دعاګانې او غوښتنې چې د پرښتو پواسطه ملکوت ته راځي، خدای جل جلاله ته سپارو».
سړی لږ وړاندې لاړ او د پرښتو یوه بله ډله يې ولیده چې پاڼې په پاکټ کې اچوي او د قاصدینو په واسطه يې ځمکې ته لېږي.
سړي پوښتنه وکړه:« تاسو څه کوئ؟»
یوه پرښته په ډېرې چټکۍ سره ځواب ورکړه:« دا د لېږد څانګه ده، مونږ د خدای جل جلاله مهربانۍ او رحمتونه د پرښتو په واسطه د ځمکې بنده ګانو ته لېږو.»
سړی لږ وړاندې لاړ او یوه پرښته يې ولیده چې وزګاره ناسته وه.
سړي په ډېر تعجب ترې پوښتنه وکړه:« تاسو دلته څه کوئ او ولې وزګاره يئ؟».
پرښتې ځواب ورکړه:« دا د ځوابونو د تصدیق څانګه ده. هغه کسان چې دعاګانې يې قبولې شوي دي، باید د دعا د تصدیق ځواب راولېږي. مګر دېر لږ کسان ځواب ورکوي».
سړي له پرښتې نه پوښتنه وکړه:« خلک څنګه کولای شي چې د خپلو دعاګانو د تصدیق ځواب راولېږي؟».
پرښتې ځواب ورکړه:« ډېره اسانه ده، یواځې کافي ده چې ووايي: شکر خدایه!».
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۰-۱۲-۲۰۰۹