د چا د سر وهلو پسې تورې ګرځوي

بدرنګ د ښار د ښکلو پسې توري ګرځوي

 

د کومې قافلې د کومې لارې لارویان دي

ډیوې وژني سندرو پسې تورې ګرځوي

 

د روغو سره کلي کې دوه درې لیوني ښه دي

راغلو نابللو پسې تورې ګرځوي

 

ضرور به دغه باغ له بې موسمه خزان راشي

باغوان د زیړو ګلو پسې تورې ګرځوي

 

اسمان د ویر جامې کړلې په غاړه لمر خپه دی

نن بیا څوک د ښاغلو پسې تورې ګرځوي

 

کرخ بند سبزک

۱۰-۱۰-۲۰۰۹