فریاد
یوه چغه کول غواړي یو آواز کول په کار دی
د خدای په لور اسمان خواته پر واز کول په کار دی
ریښې ریښې به وشیندو تارونه د ګریوان
خبر به په حالاتو کړو څښتن د خپل انسان
د خدای په کور کې ویر کوو فریاد کوو ژړېږو
ضرور به د ادم د بچو یاد کوو ژړېږو
تصویر ورته د بم او د لمبو مخې ته ږدو
ټوټې ورته د ښار د آینو مخې ته ږدو
واړه واړه لاسونه د کوچنیانو وړو په جب کې
کیسې د بدرنګۍ د انسانانو وړو په جب کې
ټوټې ټوټې منګي به له ګودره ټولوو
وزرې د کونترو له سپین غره ټولوو
تپوس کوو چې ولې اباسین په وینو سور دی؟
له کومې خوا راوړی آمو غیږه کې ناسور دی؟
د نیمې شپې د ډزو او د بم ورته وایو
په کور کور کې د ویر فریاد او غم ورته وایو
تپوس کوو چې ولې ماشومان راته وژني؟
انسان توره اخستې ده انسان راته وژني
جګیږي د ګلونو له ګلزاره سرې لمبې
راوړي چا زمونږ تر کنډر ښاره سرې لمبې
بهار مو ډک له کرکې دې اختر مو ډک له ویره
ماښام مو غم لړلی دی سهر مو ډک له ویره
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګی هرات
۳۱-۱۲-۲۰۰۹