کشیش او روماتیزم
کشیش په ملي بس کې ناست و چې یو ملنګ، چې جامې يې شلیدلې او پښې يې لوڅې وې، ملي بس ته پورته شو او د کشیش ترڅنګ کښېناست.
د کښېناستو سره سم ملنګ له خپل جب څخه ورځپاڼه رابره کړه او په لوستلو يې پیل وکړ.
لږه شېبه وروسته ملنګ بېرته کشیش ته مخ کړ او ورځني يې پوښتنه وکړه:
- ای زما روحاني پلاره! کولای شئ راته ووایئ چې روماتیزم له څه وجې نه انسان ته پېدا کیږي؟
کشیش بې لدې چې پوښتنه په سمه توګه واوري، په خبرو شو او ورته يې وویل:
- روماتیزم د زیات شراب څښلو، ډېرې مستۍ او نورو ناوړو کارونو له امله رامنځ ته کیږي.
کشیش چې کله خبرې خلاصې کړلې، ملنګ بېرته خپل سر ټیټ کړ او د ورځپاڼې په لوستلو يې پېل وکړ.
شیبه وروسته کشیش ورځني پوښتنه وکړه:
- څومره موده کیږي چې ته روماتیزم لرئ؟
ملنګ په ډېرې ارامۍ سره ځواب ورکړ:
- زه روماتیزم نلرم، په ورځپاڼه کې لیکلي دي چې”لوی پاپ په ډېر سخت روماتیزم اخته شوی دی “.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹-۱۲-۲۰۱۰
۹ جدي ۱۳۸۹