عقیده
ډېر پخوا، د افکارو په لرغوني ښار کې دوه پوهان اوسیدل، دوي یو له بله سره کینه لرله او یو د بل پوهې ته به يې په سپک نظر کاته، ځکه چې یو د خدای په وجود باور او عقیده نه لرله او بل تن، د خدای په وجود ټینګ ایمان او باور درلود.
یوه ورځ دغه دوه پوهان په ښار کې سره مخ شول، او د خپلو پېروانو پر وړاندې د خدای د شتون او نه شتون په اړه يې بحث او مناظره شروع کړه. له څو ساعت کشمکش او جنجال وروسته، دواړه پوهان په خپله مخه لاړل.
په همدې شپه، هغه پوه چې د خدای په وجود يې باور نه درلود، جومات ته لاړ او په مهراب کې خدای ته په سجده پرېوته، اوښکې يې توېې کړې ، توبه يې وکړه او له خدایه يې وغوښته چې تیر شوي ګناهونه يې ور وبخښي.
په همدې شپه، هغه پوه چې د خدای په وجود يې کلک ایمان درلود، خپل ټول مقدس دیني کتابونه يې وسوځوه، ځکه چې د خدای په وجود يې خپله عقیبه له لاسه ورکړې وه.
لیکوال: جبران خلیل جبران
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۷ جنوري ۲۰۱۱
۱۷ جدي ۱۳۸۹