مور

د شپې ۳ بجې وې چې د ټېلېفون د زنګ غږ هلک له خوبه راویښ کړ.

هلک د ټېلېفون غوږۍ پورته کړه، مور يې وه. هلک ورځنې په ډېرې غوسې پوښتنه وکړه:

-        څه ټکه راپرېوتې ده؟ ولې دې زه په دې نیمه شپه کې راویښ کړم؟

مور يې ورته په ډېر ارام غږ ځواب ورکړ:

-        له نن څخه ۲۵ کاله وړاندې، په همدې نیمه شپه، تا زه له خوبه را ویښه کړې ومه. غوښتل مې درته ووایم چې “ د زیږېدو ورځ دې مبارک شه”.

هلک ددې لپاره چې د خپل مور زړه يې خپه کړی وه، ټوله شپه په ویښه تېره کړه. سهر وختي د مور د لیدلو لپاره کورته لاړ. کله چې کور ته ور ننوته، ګوري چې مور يې د یوې سوي شمعې سره د تیلیفون ترڅنګ غزېدلې ده. هلک کوښښ وکړ چې ورسره خبرې وکړي، مګر هغه اوس له دې نړۍ سترګې پټې کړې وې.

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲۹-۱۲-۲۰۱۰

۹ جدي ۱۳۸۹