یو ژوند
له همغه اول وخت څخه چې پېدا شوم، بریالی وم، که نه نو نمې شو کولای چې دې نړۍ ته خپله پښه کښېږدم.
له همغه اوله مې چاته کم ونه ویل. کله چې ډاکتر راته په ملا ضربه راکړله، داسې مې وژړل چې ډاکتر ګمان وکړ چې دا د هغه د ګزار پر وړاندې زما ځواب دی.
هیڅکله مې ندی پرې ایښی چې کوم څیز دې راته ماته راکړي، پرله پسې مې شیېدې خوړلې او د خپل زړه د درد پروا مې نه ساته.
کله چې ښوونځي ته لاړم، د خپلو ټولو همزولو څخه مې قد پورت و او هرچا راباندې حساب کاوه.
هیڅکله مې درس ندی ویلی. هرکله چې به زما وار راغی چې باید تختې ته لاړ وای، د رصختۍ زنګ به ټنګېده.
د کتاب هره پاڼه چې به مې راپرانیسته، د ښوونکي د همغې پوښتنې ځواب به په کښې و چې له مانه څخه به يې وپوښته.
ژوند همداسې تېرېده، کله چې د ښوونځي دریم، څلورم ټولګي ته ورسیدم، کوم ښوونکي چې به ماته نابغه ویل، زه يې المپیا ته واستولم!
په المپیاد کې مې د سرو زرو مډال خپل کړ!
اخ!!! زما پاڼه ورکه شوې وه، زما لاس ته یوه پاڼه راغله چې نوم په کې نه و لیکل شوی. ما هم بې له ځنډه دعوه وکړله چې دا را څخه هیر شوی وو چې نوم مې پرې باندې ولیکم.
د کانکور له ازموینې پرته مې پوهنتون ته لاره ومونده. لا یوه دوره نه وه تېره شوې چې د دهلیز په منځ کې مې یوه جوړه عینکې وموندلې، غوښتل مې چې مات يې کړم، یوه مېرمنه زما لورته وارخطا وارخطا راغله او ددې لپاره چې ما يې عینکې پېداکړې وې، مننه يې راځني وکړه او ويې ویل:
- مننه! ضرورت نشته چې راته يې پاک کړئ.
همداسې راسره تل کېده، هر څه چې به مې په لاره کې وموند، یو کس به مې مخې ته راغی او راڅخه به يې په دې اړه مننه وکړه چې ورک شوی څیز مې ورته پېدا کړی دی.
یو وخت په پوهنتون کې یوه عجیبه پېښه وشوه، د پوهنتون د رئیس لور په خپل ساتونکي باندې مینه شوه. ایله اوس پوه شوم چې نجلۍ څوک وه او د هغه ساتونکی څوک دی!
یوه ورځ مې د ښوونکي د ورځې په اړوند یوه ګېډۍ ګلان له ځانه سره وړي و، یو محصل را څخه د ګلانو ګېډۍ واخیسته او بهر ته يې ور ګزار کړ.
ما خپل سر د ټولګي له کړکۍ څخه بهر کړ تر څو وګورم چې د ګلو ګېډۍ چېرته ګذاره شوې ده. ومې لیده چې د ګلونو ګېډۍ د یوې نجلۍ په غېږه کې پرېوتې ده.
لنډه داچې همدا زمونږ د مرکۍ او ریبارۍ کیسه هم شوه.
اوس دادی زه ستاسې ښوونکی یم!
له چاسره کومه پوښتنه شته!!!؟
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹-۱۲-۲۰۱۰
۹ جدي ۱۳۸۹