بودا او فاحشه
بودا یو کلي ته سفر وکړ...
یوه ښځه د بودا په خبرو مینه شوه، له بودا نه يې غوښتنه وکړه چې د هغې میلمه شي. بودا ورسره ومنله او له ښځې سره د هغې میلمستیا ته روان شو.
د کلي حاکم په منډه منډه ځان د بودا خواته ورساوه او ورته يې وویل:
- ای بودا! دا ښځه بدلمنې ده، ته ددې کور ته مه ورځه!
بودا د کلي حاکم ته وویل:
- یو لاس دې ماته راکړه!!!
د کلي حاکم حیران شو او خپل یو لاس يې بودا ته ورکړ.
بودا د کلي حاکم ته وویل:
- اوس چک چک ووهه!!!
د کلي حاکم لا پسې حیران شو او ويې ویل:
- هیڅوک نشي کولای چې په یو لاس چک چک ووهي!
بودا مسکی شو او ويې ویل:
- هیڅ ښځه نشي کولای چې په ځانله ځان بدلمنه او فاحشه شي، مګر داچې د ټولنې سړي هم بدلمن ونه اوسي. همدا د ټولنې سړي او د هغوي مال او دولت دی چې د ټولنې ښځې بدلمنتیا او فحاشۍ ته راکاږي...
ژباړن : شیرین اغا جهانګیر
۶ فیبروري ۲۰۱۱
۱۷ دلو ۱۳۸۹