د بهلول ډار

یوه ورځ بهلول د بصرې ښار ته لاړ، بهلول هلته کوم ملګری نه درلود، نو ځکه يې هلته یوه کوټه کرایه کړه.

هغه کوټه چې بهلول په کې اوسېده، تر دې حده زړه وه چې په ډیر کم باد یا باران سره به يې د کوټې تیران او دیوالونه اوازونه کول او لړزېده به.

بهلول د کور خاوند ته لاړ او ورته يې وویل:

-        ښاغلیه! کومه کوټه چې دې راته په کرایه راکړې، ډېره زیاته زړه ده، په ډېر کم باد سره يې دیوالونه او چت اوازونه کوي.

 د کور خاوند ډېر ټوکي سړی و، بهلول ته يې وویل:

-        دا خو بده خبره نده! تاسې خو پوهیږئ چې ټول مخلوقات د خدای حمد او ثنا وايي، دا اوازونه چې ته يې اورئ، د خدای حمد او ثنا دي.

بهلول ورته وویل:

-        سمه ده، مګر تاسې خو پوهیږئ چې ځني وخت مخلوقات د حمد او ثنا پرمهال خدای ته په سجده پرېوځي، زه په دې ډارېږم چې دغه کوټه سجده ونه کړي!!!

 

-        ژباړن : شیرین اغا جهانګیر

-        ۶ فیبروري ۲۰۱۱

-        ۱۷ دلو ۱۳۸۹