بایسکلته به چند میخري؟

په ښار باندې د وحشت چوپتیا خپلې وزرې غوړولې، یواځې هغه وخت به چغې شوې چې په ښار باندې به د توغندیو باران پیل شو، په ښار کې هرې خواته  د ډزو اوازونه اورېدل کېدې. ښار په څو برخو ویشل شوی و، په هر قدم  کې ټوپکوالو پوستې جوړې کړې وې.

دا دویمه ورځ وه چې په کور کې ټول خوراکي توکي ختمې شوې وې. ماشومان راته ژړل، نور مې د خپلو ماشومانو لوږه نشو زغملی.  خپل زوړ بایسکل مې واخیسته، له خپلې مېرمنې سره مې خدای پاماني وکړ او له کوره ووتم.

د مرګ خطر و، د توغندیو خطر موجود و، وحشت خپور و، انسان د انسان وینو ته تږی ناست و.

د ښار شتمن خلک د جنګ له پیله مخکې له ښاره وتي و، مګر زما په شان خلک چې د یو وخت خوړو پیسې هم ورسره نه وې، د ګولیو د باران لاندې يې د خپل مرګ ننداره کوله.

کله به مې شاته وکاته او کله به مخې ته، کله به مې په اسمان کې د توغندیو د زغاستې ننداره کوله او کله به مې ځان  په هټیو کې د بل شوي اور څخه څنګ کړ.

زه د وچې ډوډۍ او یا هم د کوم بل خوراکي توکي د موندلو لپاره د ښار په وحشت زپلو کوڅو کې ګرځېدم، داسې ښکارېده چې په ښار قیامت تیر شوی وي. انسان په نظر نه راته، هوا هم سړه  وه، لاسونه او پښې مې یخنې وهلي و. د پزې سوکه او غوږونه مې سره اوښتي و...

په ډار ډار مخ ته تلم چې یو ناڅاپي غږ مې پام ځانته واړوه:

-     بایسکلته به چند میخري؟

دا نو د مرګ له غږ څخه هم پر ما تریخ ولږېد، یخني مې ختمه شوه او خولې راباندې راماتې شوې.

 بایسکل مې ځای په ځای ودروه، سلام مې واچوه، هغه ددې پر  ځای چې د سلام ځواب راکړي؟ بیا يې خپله خبره  په تنده لهجه تکرار کړه:

-     ګفتمت بایسکلته به چند مخیري؟

زه مسکی شوم، ورته مې وویل چې ماشومان مې وږي دي، ګرځم چې که کوم څه ورته پېدا کړم، مګر ټوپکوال ځوان چې خړ پکول يې په سر و او روسي کلاشنګوف يې په اوږه زوړند و، د زنې لاندې يې راته ګذار راکړ او ويې ویل:

-     نې کې به ګپ نه میفامي؟ زنده خوش نیستي چطو؟

ماشومان مې راته سترګو ته ودرېدل، پوه شوم چې که لږ نور کلک شم، د زرګونو نورو ښاریانو په شان به مې جسد د سپو د خوراک شي. غاړه مې صافه کړه او ومې ویل:

-     هر چند که خوشتان باشه!!

پکولي ځوان یو ځل ماته او بیا يې زما بایسکل ته ښکته پورته وکاته، زما سترګو ته يې رډ رډ وکاته، د ټوپک کنداغ يې زما سینې ته کېښوده او راته يې وویل:

-     قیمت بایسکلت چند است؟

بې له ځنډه مې ورته وویل:

-     دو ازار اوغاني!!!

د ټوپک په کنداغ يې راټه ټیله راکړه او ويې ویل:

-     آرزان ګفتي لوده!  قیمت بایسکلت زیات است.

نه مې غوښته چې بحث ورسره وکړم، پوهېدم چې یا راځني بایسکل اخلي او یا د جب ټولې پیسې او سامان. جب ته مې لاس کړ، خپلې ټولې پیسې مې له جب نه رابهر کړ، اته، نهه سوه افغانۍ وې، سل مې ترې واخیستې او نورې مې ټولې ورته ورکړې.

پیسو ته يې ښکته پورته وکاته، جب ته يي واچوه او بیا يې راته وویل:

-     سد روپه ره چرا ګرفتی، نی کې سینما میری چطو؟

سلګون مې په موټي کې کلک کړ او ورته مې وویل:

-     طفلای مه ګوشنستند، ایره به اونا نان میخرم.

په سینه کيې يې راته د خپل ټوپک په کنداغ یو کلک ګذار راکړ. د بایسکل له سره ښکته ګذار شوم، تر څو چې يې راته بل ګذار راکوه، منع مې کړ او د سلو لوټ مې ورته ورکړ.

 

لیکوال: شیرین اغا جهالنګیر

۱۲ فیبروري ۲۰۱۱

۲۳ دلوه ۱۳۸۹