نومیالي
شیخ ابي سعید ابي الخیر ته چا وویل:
- هغه فلانی کس د اوبو پر سر ګرځي.
شیخ ورته وویل:
- آسانه ده، چونګښې او بتکې هم د اوبو پر سر ګرځي.
شیخ ته يې وویل:
- هغه فلانی کس هوا ته الوزي.
شیخ ورته وویل:
- مچان او ماشي هم هوا ته الوزي.
شیخ ته يې وویل:
- هغه فلانی کس په یوه شیبه کې له یو ښاره بل ښار ته تللی شي.
شیخ ورته وویل:
- شیطان هم په یوه شیبه کې له یو ښاره بل ښار ته تللی شي.
دغه کارونه دومره ستونزمن او ارزښتمن نه دي او نه دغه خلکو ته نومیالي ویلی شو، نومیالي هغه دي چې د خلکو په منځ کې پاتې شي، له خلکو سره راکړه ورکړه ولري او یوه شیبه له خدایه غافل نشي.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۳ فیبروري ۲۰۱۱
۱۴ دلوه ۱۳۸۹
30.01.2011
- پېمانه
خیانت
یوه مکسیکويۍ پېغله د یو اداري ماموریت په موخه د څو میاشتو لپاره ارجنټاین ته لاړه. دوه میاشتې وروسته له خپل مکسیکويي نامزاد څخه یو لیک ترلاسه کړ چې په کې لیکلي و:
- ګرانې لورا! ډېره بخښنه غواړم چې نور نشم کولای چې دغه د لرې وطن یارانې ته دوام ورکړم. باید ووایم چې له کوم وخت څخه چې ته له مکسیکو څخه لاړه يې، له همغې نیټې راهیسې ما له تاسره لس وارې خیانت کړی دی. زه پوهیږم چې زه او ته، یو هم باید دا وضع و...
03.02.2011
- پېمانه
نادر افشار او ماشوم
تاریخونه لیکي چې کله نادر افشار د هند د نیولو تکل درلود، په لاره کې يې یو ماشوم مخې ته راغی چې مدرسې ته روان و.
نادر افشار له ماشوم نه پوښتنه وکړه:
- زویه! څه شی لولئ؟
ماشوم زر ځواب ورکړ:
- قران
نادر افشار بیا پوښتنه وکړه:
- &nb...