نادر افشار او ماشوم

تاریخونه لیکي چې کله نادر افشار د هند د نیولو تکل درلود، په لاره کې يې یو ماشوم مخې ته راغی چې مدرسې ته روان و.

نادر افشار له ماشوم نه پوښتنه وکړه:

-        زویه! څه شی لولئ؟

ماشوم زر ځواب ورکړ:

-        قران

نادر افشار بیا پوښتنه وکړه:

-        د قران کریم کوم ځای لولئ؟

ماشوم بیا ځواب ورکړ: انّا فتخنا...

د ماشوم ځواب نادر افشار ډېر خوشحاله کړ او په دغه آیات يې د خپل بري فال ونیوه.

نادر افشار ماشوم ته د سرو زرو یوه سکه ورکړه، مګر ماشوم د سکې له اخیستلو څخه ډډه وکړه.

نادر افشار ورته وویل:

-        ولې سکه نه اخلئ؟

ماشوم ځواب ورکړ:

-        بیا مې مور ما وخي او وايي چې پټ کړی دی دي.

نادر افشار وویل:

-        مور ته دې ووایه چې نادر افشار راته دا سکه راکړه!

ماشوم بیا وویل:

-        مور مې باور نه کوي او وايي به چې نادر ډېر سخي سړی دی، هغه یوه سکه چاته نه ورکوي، که هغه در کولای، نو زیاتې به يې درکولې.

د ماشوم خبره د نادر افشار په زړه ډېره ښه ولږېده، جب ته يې لاس کړ او ماشوم ته يې یو موټی ډک د سرو زرو د سکو ور کړ.

تاریخونه وړاندې لیکي چې په همدې سفر کې نادر افشار په محمد شاه ګورګاني باندې بریالی شو او هغه ته يې ماتې ورکړ.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۳ فیبروري ۲۰۱۱

۱۴ دلوه ۱۳۸۹