لومړنی تصادف (برخورد):

په لیدنو، مېلمستیاوو ،غونډو او معاشرتونو کې یو له اړینو موضوعاتونه له خلکو سره د لومړني لیدنې او او آشنا کیدو مسئله ده. لومړنی لیدنه او لومړنی تصادف په حقیقت کې د خپل ځان لومړی انځور دی چې د نورو په ذهن کې ېې انځوروئ، دغه انځور به تل د هغو خلکو په ذهن کې پاتې وي چې زمونږ سره سروکار لري او د هغه بدلون او سمونه به په دومره لږه موده کې امکان ونه لري او ددغه کار لپاره د وخت تېرېدو او ډېرو معاشرتونو ته اړتیا ده. پس څومره به ښه وي چې د نورو پر وړاندې زمونږ د شخصیت لومړنی څرګندنونه بې عیبه او بې اعتراضه وي. زمونږ چلند باید په پوهې او یا نا پوهی داسې پیل نشي چې د نورو پر وړاندې زمونږ نه یو نامهربانه انځور رامنځ ته کړي. آیا لیدلي یا اوریدلي مو دي چې د یو غایب کس په اړه د خبرو په وخت کې ویل شوی وي چې: پلانی مې زړه ته کښیناست، یا د پلاني ښاغلي نه مې په همغه لومړني لیدنه کې زړه تور شو.

او همداسې نورې ګډولې(جملې) چې د لومړني لیدنې د ارزښت ښکارندوی دي او لومړني لیدنې د نورو افرادو شخصیت ته د ارزښت ورکولو او قضاوت په اړه دی او زمونږ د چلند ډول ډیر ارزښت لري.

لومړنی تصادم یا برخورد له سلامه پیلیږي او لاندیني ټکي د پام وړ دي:

سلام ورکول په هر چا واجب دی، مګر کوچنیان باید لویانو ته سلام ورکړي.

ځوانان د مشرانو سره د مخامخ کېدو پرمهال باید داسې چلند ونکړي چې ګوندي له خپل همزولي سره مخامخ شوي دي، باید د هر چا عمر او مقام په نظر کې ونیسئ او هغه ته سلام او احترام وکړئ.

که یوه ښځه او یو سړی سره ګوري، نو په اوله کې باید سړی سلام واچوي.

د سلام ورکولو په وخت کې باید سګرت مو په خوله کې نه وي، په داسې وختونو کې باید سګرت په لاس کې ونیسئ.

د سلام ورکولو په وخت کې باید جاولې ونه جوئ او نه باید خوراک وکړئ، په داسې وخت کې باید له جبه دسمال وباسئ، دغه توکي پکې کېږدئ او بیرته يې جب ته واچوئ او بیا سلام ورکړئ.

سلام نه باید په ډېر لوړ او یا ډېر ټیټ غږ ادا شي، بلکه د مقابل کس مقام او موقیت ته په پام سره باید ورو، محترمانه، نرم، دوستانه او یا رسمي وي.

سړي باید مقابل لوري ته د احترام لپاره د سلام په وخت کې خپله خولۍ له سره پورته کړي او په کیڼ لاس کې ونیسي.

په ښي لاس سلام وکړئ.

د ښځو سره د سلام په وخت کې باید لاس ورنکړئ، دا کار د مسلمانانو د مذهب د شان خلاف دی.

د سلام په وخت کې خپل مقابل لوري ته توجو وکړئ، خپل سر یوې خوا او بلې خوا ته ټکان مه ورکوئ.

دقت وکړئ چې که مقابل لوری لاس وړاندې کړی دی، تاسو هغه ته لاس ورکړئ، که نه نو څنګه چې مقابل لوری د لاس ورکولو هوډ نه لاره، تاسو خپل لاس مه وړاندې کوئ.

ښځې د سلام ورکولو په وخت کې جواز لري چې که مقابل لوری ښځه وي، هغې ته لاس ورکړي.

هغو ښځو ته چې محارمې دي، د سلام ورکولو په وخت کې باید د هغو لاسونه د نورو خلکو په شان ټینګ نکړئ.

 سړي د سلام پرمهال باید ښځو ته د احترام لپاره سر هم ټیټ کړي.

د سلام په وخت کې لاس باید لوڅ وي او دستکش او نور شیان پکې نه وي.

د سلام په وخت کې باید د مقابل لوري لاس د اندازې نه زیات په لاس کې ونه ساتو.

د سلام ورکولو په وخت کې باید د مقابل لوري لاس ته ډیر فشار ورنکړو او خپل زور باید ونه ازمایو.

ځوانان د مشرانو سره د لیدنې په وخت کې باید لاس اوږد نکړي بلکه انتظار دې وباسي ترڅو مشران خپل لاس اوږد کړي، هغه وخت بیا کولای شئ چې لاس ورکړئ.

د غه کتاب دوام لري