یاره که د خپل نظر ښاغلی دې کړم در به شم

سوځم لمبه کېږمه که غلی دې کړم در به شم

 

سوچ کې مې هم نه راته چې دومره به بدنامه وې

مینې که د ځان غوندې سپېڅلی دې کړم در به شم

 

زه مې لکه خپل د قسمت ستوری راپرېوتی یم

خیاله که د لمر په شان ختلی دې کړم در به شم

 

لار مې د منصور لاره منزل مې د منصور منزل

ګورو به زندانه که تړلی دې کړم در به شم

 

دا تندی د غره تندی د وخت سجدې ته جوړ ندی

پوه یمه ضميره که وژلی دې کړم در به شم

 

شیرین اغا جهانګیر

۲۶-۰۱-۲۰۱۰

رباط سنګي هرات